د سیمهییزو پولیسو عمومي چارواکي وايي چې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د نوې تګلارې تر اعلان وروسته د جګړې په ډګرونو کې د سیمهییزو پولیسو ونډه زیاته شوې ده.
دا چارواکي وايي چې اوسمهال د افغانستان ۴۰ په سلو کې خاورې امنیت د سیمهييزو پولیسو لخوا ساتل کېږي او تمه ده چې د سرتېرو شمېر به زیات شي.
خو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سیمهییزو پولیسو لخوا له وسلو او صلاحیتونو د ناوړه استفادې په اړه هم رپوټونه خپاره شوي دي، خو د سیمهییزو پولیسو چارواکي د دغه راز کړنو د مخنیوي لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
د سیمهييزو پولیسو عمومي ریيس، غلام محمد عزیز غرنی څرګندوي:«له بده مرغه چې موږ دا شان څیزونه اورېدلي دي، خو د هغه د اصلاح په اړه مو ډېر کار کړی دی.»
د سیمهييزو پولیسو عمومي مرستیال، سکندر محمد اصغري زیاتوي:«په هره څنډه کې چې سیمهییز پولیس دي، له نورو پولیسو سره خپل ځانونه قرباني کوي.»
له دې سره سره د تجهیزاتو او امکاناتو کمښت د سیمهییزو پولیسو اصلي ستونزه ده.
د سیمهییزو پولیسو سرتېری جان اغا په دې اړه وویل:«له کلاشنیکوف څخه پرته موږ نور څه نه لرو، توغندی او پيکا نهلرو.»
له دې ټولو سره د هېواد د امنیتي وضعیت لپاره د سیمهییزو پولیسو د مدیریت ښهوالی ډېر ارزښمن بلل کېږي.
د پوځي چارو کارپوه، عبدالمقدم امین د دې ستونزې په اړه وايي:«لومړی باید خلکو ته ذهنیت ورکړل شي چې دوی د خلکو په ګټه کار کوي او په دویم قدم کې قانوني شي او په پای کې باید دغه ځواکونه لازمې روزنې وویني.»
په اوسني وخت کې ۳۰ زره سیمهییز پولیس د افغانستان په ۲۰۱ ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت او د دولت له مخالفو وسلهوالو سره د مبارزې دنده پر غاړه لري. خو د سواد نشتوالی، ناسم مدیریت او د دغو ځواکونو نه سمبالتیا او نه مسلکيتوب هغه ننګونې دي چې پاملرنه ورته اړینه بلل کېږي.