Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حزب اسلامي یو شمېر بندیان د ځانمرګو بریدونو«طرحه کوونکي»وو

د حزب اسلامي د بندیانو د خلاصون کمېسیون مرستیال عبدالهادي ذوالحکمت مني چې د دغه ګوند ۱۳ تنه بندیان چې د حکومت له وا ازاد نه‎شول،د ځانمرګي بردونو پلانوونکي وو.

د حزب اسلامي د بندیان د خلاصون د کمېسیون مرستیال وايي چې دم‎ګړۍ د دغه ګوند ۳ زره بندیان د هېواد په بندخونو کې دي.

هغه طلوع نیوز ته وویل:«زموږ مهم کسان همدا وو.»

د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسې دا منئ چې دوی په ځانمرګو بریدونو کې لاس درلود، هغه وویل بلې خو د بهرنیو په وړاندې منم یې.»

یوه باوري سرچینه طلوع نیوز ته وایي له دغو ۱۳ تنو قاضي رحمان د غوربند درې اوسېدونکی ، لطیف الله د خوست اوسېدونکی او ذبیح الله اتل د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ اوسېدونکی د دغه ګوند د ځانمرګو بریدونو پلانوونکي وو چې پر بهرنیو ځواکونو يې بریدونه کول، له همدې امله امریکا د دغو بندیانو په خوشي کولو اندېښمنه ده.

د څرخي پله رییس تواب احمدزي څرګنده کړه:«له موږ سره په بندخونه کې د حزب اسلامي په نامه څوک نشته،ښايي د دغه ګوند قومندانان وي خو په نورو جرمونو نیول شوي دي.»

له حزب اسلامي سره د سولې د اجرايي کېدو کمېسیون رییس احمد فرزان وویل:«ټول هغه کسان چې ازادېږي له هغو څخه ضمانت لیک اخیستل کېږي او په هغه صورت کې که‎چېرې حق العبد دعوا د هغوی په وړاندې پیدا شي،هغوی بیا ځواب ویلو ته به حاضر شي.»

د حزب اسلامي یو تن غړی جمعه ګل چې له بند څخه ازاد شوی وايي چې غواړي د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هلمند ته ولاړ شي.

هغه وویل:«په لومړي ګام کې هلمند ته ځم او وروسته د امیر صاحب حکم ته په تمه یم.هر څه یې چې وویل هغه سې کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې حزب اسلامي د دې ګوند د ۵۵ بندیانو خوشي کېدل ردوي او وايي دوی ته تراوسه یوازې ۴۸ بندیان سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ