Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په پار کابل کې لاریون

ځينې هېوادوالو، د جمعې په ورځ واټونو ته په راوتو سره په افغانستان کې د جګړې دوام په اعتراض کې «د اوربند او سولې ملي اجتماع» اعلان کړه.

دغه اعتراض کوونکي وايي چې له جګړې ستومانه شوي او غواړي چې د سولې او ارامښت په فضا کې ژوند وکړي.

هغوی خپلې دغې موخې ته د رسېدو لپارهو له طالبانو او حکومت څخه غواړي چې لږ تر لږه د درې میاشتو لپاره اوربند او وروسته خبرې اترې پیل کړي.

د اوربند او سولې د ملي اجتماع مسوول نجیب الله په دې اړه وویل:«له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د روژې په مبارکې میاشت کې اوربند پيل شي او د دغه اروبند په لړ کې، د سولې خبرې اترې پیل شي.»

بل اعتراض کوونکي عبدالحمید هم په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی، زموږ امنیت خراب دی، زموږ لپاره زده‎کړه نشته، ناپوهي او جهالت پر موږ واکمن دی؛ موږ باید جګړه پای ته ورسوو.»

دا لاریون په داسې حال کې په لاره اچول کېږي چې له دې وړاندې، په هلمند او څو نورو ولایتونو کې ورته اعتراضونه شوي ووـ خو کومه پایله یې نه لرله.

خو په کابل کې لاریون کوونکي، د اوربند له ټینګښت سره جوخت، د بې وزلۍ او نالوستۍ ستونزو پر ختمولو هم ټینګار کوي؛ هغه موردونه چې د هغوی په وینا چې په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي لاملونه دي.

یو له لاریون کوونکو څخه نسیم احمدزی وايي:«مو نه سیاسي غوښتنه لرو، نه کومه څوکۍ غواړو؛ موږ یوازې د جګړې ختم غواړو.»

د مدني ټولنې فعال محمد طارق الهام هم څرګنده کړه::«په ټول کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو، که هغه امریکا ده که هغه طالبان او که یا هم افغان دولت دی، زموږ یوازینۍ غوښتنه او موخه سوله ده.»

د اوربند غوښتنه په داسې حال کې د دغو ځوانانو له خوا مطرحه کېږي چې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د جمعې په ورځ په اندونیزیا کې د ګډې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د جګړې د پای غوښتونکي شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې په نېغه توګه له افغان دولت سره مذاکره وکړي.

په هېواد کې د جګړ له زیاتوالي سره جوخت، ځينې هېوادوال، د ښکېلو لورو ترمنځ د اوربند غوښتونکي دي او وايي چې په هېواد کې له دې ډېره وینه باید تویه نه شي.

شریک یي کړئ