Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست هوايي ډګر ودانیز تړون څه ډول هریرود شرکت ته وسپارل شو؟

طلوع نیوز داسې سندونه په لاس ورغلي چې ښيي دوه ودانیزو شرکتونو په ګډه د خوست هوايي ډګر د ودانیز تړون ګډون د داوطلبۍ ګټوونکي شوي؛ خو د ملي تدارکاتو ملي کمېسیون، دا تړون یوازې یو له دغو شرکتونو ته ورکړی دی.

د دغو سندونو له مخې اوس د هریرود شرکت په یوازې دغه تړون ترلاسه کړی دی، د لازم کار د تجربې د نه‎لرلو له امله، د دغه تړون د داوطلبۍ د پړاونو د کچ کولو لپاره، د ترکي ودانیز شرکت سپتي اوغلو له تجربو نه کومک اخیستی دی؛ خو د ارزونې پلاوي تړون یې په ګډه دغو دوو شرکتونو ته ورکړی وو. 

د هغو سندونو له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلي، دا تړون کابو یو مېلیارد افغانۍ ارزښت لري، هریرود او سپتي اوغلو ودانیز شرکتونه د روان کال په زمري میاشت کې په ګډه د دغه تړون د داوطلبۍ ګټونکي بلل شوي وو.

خو د روان کال د کب په لومړۍ نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون هریرود شرکت د دغه تړون یوازینی ګټونکی بللی دی.

د سپتي اوغلو شرکت مرستیال محمد عظیم احمدي په دې اړه وايي:«د هریرود شرکت کاري تجربه ۳۸۱ مېلیونه افغانۍ دي او زموږ شرکت (سپتي اوغلو) یو مېلیارد او ۳۷۵ مېلیونه او ۷۰۰ زره کاري تجربه لري. دا د دې لامل کېږي چې هریرود په یوازې نه شي کولای چې د شرط‎‎‎ پاڼې په مطابق د داوطلبۍ په دغې پروژه کې ګډون وکړي. زموږ شرکت، شرکت سپتي اوغلو د دې لامل شو چې هریرورد شرکت وکړای شي په داوطلبۍ کې شامل شي.»

د تدارکاتو ملي اداره وايي د ملي تدارکاتو کمېسیون په یوه ناسته کې د دغه تړون څرنګوالی څېړلی او په هکله یې پرېکړه کړې ده.

د ملي تدارکاتو د سټراټېژیکو اړیکو مسوول احمد رامین ایاز وویل:«د اجراییه رییس صاحب د غوښتنې پر بنسټ، دا د ملي تدارکاتو کمېسیون په اجنډا کې شامله شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون کې دا پرېکړه وشوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو، د پروژو د منظورۍ، رد او یا هم اعادې لپاره د تر ټولو عالي مرجع په توګه د دې په اړه پرېکړه وکړه، او پرېکړه یې دا وه څو دغه پروژه افغاني شرکت ته چې له یوه بل شرکت سره  د «جي وي» په بڼه راغلی، افغاني شرکت ته یې دا پروژه منظور کړه.»

خو دا اداره د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هریرود شرکت به وتوانېږي د خوست د هوايي ډګر د ترمینل ودانیز کارونه په یوازې ترسره کړي که نه بل ډول ځواب ورکوي.

ښاغلي ایاز څرګنده کړه:«په تېر کې دغه شرکت له افغان حکومت سره ځينې تړونونه لرلي دي. دا تړونونه یې ترسره کړي؛ خو په دې اندازه نه وو؛ خو موږ هیله لرو چې دوی وکړای شي دا پرژوه په ښه بڼه تطبیق کړي.»

په اوسني وخت کې د طلوع نیوز د څېړنو له مخې د دغه تړون په داوطلبۍ کې څو نورو شرکتونو له هغې ډلې د سټېت کارپس په نوم شرکت هم ګډون کړی و او همدغه شرکت په دې بهیر کې اړوندو ادارو ته په شکایت لیک کې د سپتي اوغلو او هریرود شرکتونو کاري مخینه هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په بل سند کې لیدي کېږي چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د ملي تدارکاتو ادارې په یوه لیک کې چې سټېټ کارپس شرکت ته یې لېږلی اعلان کړی چې د ملي تدارکاتو کمېسیون، د خوست د هوايي ډګر د ترمینل د ودانیزو کارونو تړون بنايي دولتي شرکت ته سپارلی دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري وايي:«د تدارکاتو نظام تراوسه هم په ټیټه کچه، له لاسوهنې سره مخ دی او په لوړو کچو کې په سیاسي ملاحظو معروض دی او له همدې امله تړونونه په ټیټه کچه د تطبیق له ستونزې سره مخامخ کېږي او په لوړو کچو کې له سیاسي ملاحظاتو سره داشان پرېکړې نیول کېږي.»

هریرود شرکت چې اوس د دغه تړون ګټونکی بلل شوی په دې هکله طلوع نیوز ته له څه ویلو ډډه وکړه.

د دغه شرکت مسوولینو زموږ تلېفوني اړیکو ته د قناعت وړ ځواب رانه‎کړ او همداراز زموږ د برېښنا لیکونو په ځواب کې یې لیکلي چې دوی به وروسته په دې اړه ځواب ورکړي، په داسې حال کې چې د څو ورځو په تېرېدو سره یې دا کار نه دی کړی.

هریرود او سپتي اوغلو ودانیز شرکتونه د روان کال په زمري میاشت کې په ګډه د دغه تړون د داوطلبۍ ګټونکي بلل شوي وو.

شریک یي کړئ