Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سالنګ‎لار د مسافرو پرمخ وتړل شوه

په سویلي سالنګ کې د واورې وروښت او ښویدنې له کبله لاره د مسافرو تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال محمدرجب سالنګي وايي چې نن (دوشنبې د سلواغې۲۳مه) په سویلي سالنګ کې د واورې ښویدنې له کبله چې لس ځایه ده، لاره بنده ده.

جنرال رجب زیاتوي چې اوس‎مهال په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه ۱۴۵ او په سویلي سالنګ کې ۱۶۷ سانتي‎مترو ته رسيږي.

نوموړي ویلي دي چې سالنګونو کې سخته واوره وریدلي ده، خو اوس‎مهال لګه کمه شوې ده. داسې انګېرل کېږي چې ښایې راتلونکو څو ساعتونو کې به کمه شي.

ښاغلی سالنګي زیاتوي، تر هغې چې سرکونه په بشپړه توګه له واورې پاک نشي، نو لاره به د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

د سالنګ‎لار د مسافرو پرمخ وتړل شوه

د هېواد په سویلي سالنګې کابو لس ځایه واورې راښویدلې دي او د اوس لپاره چارواکي وايي چې لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده

شریک یي کړئ