د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د شنبې ناوخته (د چنګاښ په لومړۍ نېټه) ویلي چې ټاکل شوې له طالب استازو د خبرو اترو بل پړاو تر راتلوونکو شپږو ورځو پيل شي.
هغه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي هغه څه یې چې د خپل وروستي سفر په لړ کې افغانستان او قطر کې موندلي، دا دي چې ټول لوري له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د چټکتیا غوښتونکي دي.
له دې سره هممهاله، پاکستان له دوه ورځو راهیسې د سولې په اړه د ځینو افغان سیاستوالو کوربه دی.
په دغې ناسته کې، د افغانستان ځينو سیاسي څېرو، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو او همدارنګه ځينو پاکستاني چارواکو ګډون کړی وو.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر د شنبې په ورځ او د دغې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د نننۍ ورځې د بحث اصلي چورلیز، د اسلام اباد او کابل د اړیکو ښهوالي او همدارنګه له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه وو.
هغه زیاته کړه چې دغه ناسته د افغان او پاکستاني سیاستوالو د نظر ادلون بدلون لپاره وه، خو د افغان حکومت له ادرسه چا په کې ګډون نه و کړی.
په دغې غونډه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس عطامحمد نور، د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالطیف پدرام او د محاذ ګوند مشر حامد ګیلاني هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې هغه هم په دغې غونډه کې ګډون کړی و، وویل چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د لوبو تورونو هېڅ لوري ته ګټه نه ده رسولې او باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره هڅې وشي.
هغه زیاته کړه:«د اوږدمهال لپاره، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادۍ ګډو دښمنانو ته موکه ورکړې وه او همدارنګه زموږ په اړیکو یې اغېزه لرله. د تور لوبه له هېڅ لوري سره مرسته نه شي کولای.»
رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې کابو ۵۰ افغان سیاستوالو او قومي مشرانو په دغې غوڼډه کې ګډون کړی وو خو له طالبانو څخه چا حضور نه درلود.