Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طلوع نیوز د کارکوونکو د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول

د طلوع نیوز د خبریال او تصویر اخیستونکي، صمیم فرامرز او رامز احمدي د فاتحې مراسم نن (جمعه د وږي په ۱۶ مه) په پغمان او مکروریانو کې ترسره شول.

د کابل یو ډېر شمېر اوسېدونکي، فرامرز او احمدي خپلوانو او ملګرو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وه او د هغوی روح ته یې دعا وکړه.

د دین ځينې عالمانو چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی وه، په هېواد کې د ولسي وګړو په نښه کول د دیني او اسلامي لارښونو سره په ټکر کې بولي او په هېواد کې پر وژنو پر درېدو ټینګار کوي.

د دین یو تن عالم احمد رشاد خان مموزی وايي:«په هېڅ دین کې، په هېڅ مذهب کې د انسان وژنه، د هېڅ ژوندي شي وژل جایز نه دي.»

د فرامرز او احمدي خپلوان د دغو دوو ځوانانو د خاطرو او هیلو یادونه کوي.

د صمیم فرامرز د ماما زوی سهیل وايي:«صمیم فرامرز یو با استعداده ځوان وه او باور مې نه کېږي چې هغه دې د تل لپاره تللی وي.»

د رامز ورور هارون هم وویل:«ویل یې چې زه د پارلمان وکیل کېږم، هر څه یې خوشي کړل او ولاړ، ملا یې را ماته کړه.»

له دې سره جوخت په دغو مراسمو کې ځینې پوځیان او سیاستوالان حکومت د هېوادوالو د امنیت په خوندیتوب کې د پروګرام په نشتوالي او ناکامۍ تورنوي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ایوب سالنګي څرګنده کړه:«د افغانستان ملي امنیت باید ځان ډېر فعال کړي، کله چې دښمن له خپلو مرکزونو حرکت کوي که‎چېرې موږ هغه تر خپل پوښښ لاندې ولرو کولای شو چې مخه یې ونیسو.»

په ورته وخت کې په یو شمېر ولایتونو کې هم د دوهمې تورې چهارشنبې د قربانیانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول.

خلک له بېلابېلو سیمو ډلې ډلې راځي او د دوهمې تورې چهارشنبې د قربانیانو په تېره بیا د طلوع نیوز د خبریالانو روح ته د دعا لپاره راځي.

شریک یي کړئ