Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غیردولتي وسله والو کسانو دخلع سلاح لپاره کابل ښار کې بیړنی حالت

د غیر دولتي کسانو لخوا د «نیمه درنو وسلو» د استفادې په اړه د کورنیو چارو وزارت له ګواښ وروسته، په کابل کې د پولیسو ځانګړي ځواکونو بیړنی حالت غوره کړی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل پولیسو د ملاتړ په منظور د پولیسو ځانګړي ځواکونه، د ښار په څو څنډو کې مېشت شوي ترڅو هغه کسان چې له ځان سره دا ډول وسلې لري خلع سلاح کړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي:«هغه کسان چې زموږ د مخکني ګواښ پر خلاف خپل ساتونکي د موټرو په باډیو کې په وحشتناکه توګه لېږدوي. د پولیسو ځانګړي ځواکونه د کابل پولیسو د ملاتړ په پار د کابل ښار په څو برخو کې بیړنی حالت غوره کړی دی. ترڅو د پولیسو له حکمه د سرغړونې په صورت کې د سیمې پولیسو مرستې ته ورودانګي او نوموړي کسان خلع سلاح کړي او له هغوی سره جدي چلند وکړي.»
دغه وزارت له دې مخکې ګواښ کړی وه چې هېڅ نادولتي کس اجازه نه لري چې د ساتنې او بدرکې لپاره له نیمه درنو وسلو استفاده وکړي:«له دفاعي او امنیتي ارګانونو بهر کسان او شخصیتونه د ساتې او بدرکې لپاره له نیمه درنو وسلو یعنې راکټ، پیکا او دهشکه نه په موټر او نه هم په خپلو کورونو کې ولري.»

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي:«په څرګنده او جدیت سره ابلاغ کېږي چې نادولتي کسان له وسله‎وال ځواک څخه بهر یعنې (ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست) حق نه لري چې خپل ساتونکي د خپلو موټرو، پیکپو، ډاډسنو، رنجرو او یا هم د داشان موترو په باډۍ کې ولېږدوي.»

شریک یي کړئ