Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړپوړو چارواکو غونډه؛ حکومت وايي پر خپلو ژمنو یې عمل کړی

د مالیې وزارت څرګندوي چې، د افغانستان حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې له لاسته راوړنو سره ګډون کړی او کړې ژمنې یې په لازمه توګه عملي کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند باور لري، چې د افغانستان د حکومت پروګرامونه به، په دغې غونډه کې د نړیوالې ټولنې د قانع کېدو وړ وي.

خو د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وایي، چې حکومت د ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی او دا کار به یې د نړیوالې ټولنې د بې باورۍ لامل شي.

د بروکسل له غونډې پوره یو کال وروسته په دلته کابل کې د افغان حکومت ژمنې د سام په غونډه کې ارزول کېږي.

د حکومتي چارواکو د شتمنیو ثبت، د تدارکاتو د قانون وروستي کېدل، ټاکنیز سمون، له اداري فساد سره جدي مبارزه، په عدلي او قضایي بنسټونو کې د سمون راوستل او د پانګوالو امنیت ټینګښت د نړیوالې ټولنې لپاره د کابل ژمنې وې.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زي په دې اړه وویل:«د اصلاحاتو او د عوایدو د لوړېدو په پرخه کې هغه ژمنې چې موږ لرلې،مالي اصلاحات او په نورو برخو کې پرمختګ لرو او له همدې امله موږ له ډګ لاس سره په دغې غونډه کې حضور پيدا کوو.»

خو د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ چې د بروکسل په غونډه کې يې هم ګډون درلود د افغان حکومت د ژمنو د پلي کولو په تړاو بل ډول لید لوری لري.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ رییس سید اکرام افضلي څرګنده:«له بده مرغه افغان حکومت د خپلو ژمنو په پلي کولو کې ناکامه وه او لاسته راوړنه نه‎لري چې په دغه کنفرانس کې ووايي چې موږ د دې په اړه اندېښمن یوو چې دا شان کارکړنه به د نړیوالي ټولنې اعتماد هم کم کړي.»

د افغان حکومت د ژمنو نه پلي کول راتلونکي کې، د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه هم انديښنې راپورته کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري څرګنده کړه:«حکومت په درې واړو معیارونو کې چې عبارت دي له اصلاحات، له فساد سره مبارزه، په رڼه توګه د پیسو لګښت کې یې لاسته راوړنه نه ده لرلې.»

درېیم ځل دی چې افغانستان د چهار شنبې او پنج شنبې په ورځو کې د لوړ پوړو چارواکو د غونډې کوربتوب کوي، هغه غونډه چې څه باندې ۴۰ هېوادونو او بنسټونو استازي په‎کې کډون لري.

د ماليې وزارت چارواکي وايي، تمه کېږي چې افغانستان یو ځل بیا د اقتصادي سمون، د خصوصي سکتور پیاوړتیا د اداري فساد پرضد تګلارې پلي کېدل د نړیوالې ټولنې له خوا مهم وبلل شي.

شریک یي کړئ