د لوګر مرستیال والي، قمرالدین شکیب نن له غرمې وروسته، د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شو.
د لوګر امنیه قومندانۍ د دې پېښې پخلی کړی او وايي چې ښاغلی شکیب د دغې ولسوالۍ په محمداغه ولسوالۍ کې، د طالبانو د کمین ښکار شو.
د دغې پېښې په اړه ډېر جزیات په واک کې نشته.
طالبانو د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د دغه برید پړه منلې ده.