Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د م.م سازمان او طالبانو هوکړه

د کندهار شاه ولي کوټ ولسوالۍ یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې تېر کال په دغې ولسوالۍ کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

خو د ملګروملتونو سازمان د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې لس زرو ماشومانو ته د پولیو یا د ګوزڼ ضد واکسین په پار له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازي مرستیال وایي، په شاه ولي کوټ کې د ګوزن ضد واکسین د ورکړې لومړی پړاو پلی شوی او دوه نور پړاونه به یې هم ترسره شي.

 اوس د افغانستان لپاره د ملګروملتو د عمومي منشي د استازي مرستیال وايي د طالبانو او افغان حکومت په همکارۍ یې په شاه ولي کوټ او همداراز نیش او میانشین ولسوالیو کې د ۴۳ زره ماشومانو د واکسین کمپاین پيل کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال توبي لنزر زیاتوي:« موږ د طالبانو له غړو هغو کسانو سره چې د دې ډلې د روغتیايي څانګې مسوولیت لري په اړیکه کې یوو او دا همکاري د ماشومانو په ګټه ده، د بشرپالنې او بې طرفۍ روحیې له مخې مو په شاه ولي کوټ کې د واکسین کمپاین پيل کړی دی.»

د ملګروملتو سازمان دغه لوړپوړی چارواکی زیاتوي په تېر کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

لنزر زیاتوي:«په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د له‎منځه وړلو په درشل کې ډېر پرمختګونه راغلي دي. په تېرو څو کلونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغیو مثبتې شمېرې خپلې ټیېټې کچې ته رسېدلي. په تېر کال کې، ۱۷ پېښې ثبت شوې وې او هیله ده چې سږ کال پېښې لا کمې شي.»

له بلخوا د بشري حقونو کمېسیون وايي په ناامنو سیمو کې له ګوزڼ ضد واکسین څخه د ماشومانو بې برخې کېدل د اندېښنې وړ دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو د برخې مسووله لطیفه سلطاني طلوع نیوز ته وايي:«د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې، موږ د دې شاهد یوو چې د افغانستان یو شمېر ماشومان د واکسین له خدمتونو بې برخې دی.»

افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې تراوسه هم په‎کې د ګوزڼ ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.

د کندهار شاه ولي کوټ چې په تېرو کلونو کې د دې ولایت ناامنه سیمه وه د ماشومانو د ګوزڼ پنځه پېښې په‎کې ثبت شوې وې.

شریک یي کړئ