د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د دې پخلی کړی چې د کابل په لوېدیځ کې د مزاري د تلین پر مراسمو د توغندويي برید د مرګ ژوبلې شمېر ۱۱تنو ته لوړ شو.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي، طلوع نیوز ته ویلي چې د وژل شویو په منځ کې درې ښځې هم شاملې دي.
د هغه په وینا، په دغې پېښه کې د ۱۲ ښځو په ګډون ۹۵ تنه ټپيان شوي دي.
ښاغلي رحیمي وايي د هغوی لومړنۍ څېړنې ښیي چې دا برید د طالبانو له خوا ترسره شوی دی.
خو د دغه برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین مراسم تېره ورځ (د کب په ۱۶مه) د غرمې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې پرې توغندويي برید وشو.
دا مراسم د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق له خوا جوړ شوي وو او په هغو کې یو ډېر شمېر خلکو او سیاستوالو ګډون درلود.
په دغو مراسمو کې، محمد محقق، د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې مرستیال یونس قانوني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه رییس عبدالله عبدالله ګډون کړی و.