Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میوند سپورټي کلپ روزونکی حسین علي هم په پروني برید کې وژل شوی

د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمه کې د میوند په سپورټي کلپ د پروني برید په ترڅ کې د دغه کلپ یو روزونکی حسین علي کریمي هم وژل شوی دی.

د کریمي خپلوان وايي چې حسین علي په میوند سپورټي کلپ کې له پنځه کلونو راهیسې د روزنکي په توګه پاتې شوی وه او د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست وه.

حسین علي کریمي ۴۰ کلن وه او شپږ ماشومان یې لرل – هغه بچیان چې اوس د پلار له مرګ وروسته له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

د حسین علي کورنۍ  په پلازمېنه کابل کې د ترهګریزو بریدونو پر زیاتوالي نیوکه کوي او د دغو بریدونو په مخنیوي کې حکومت پر بې پروایۍ تورن وي.

د حسین علي د تره زوی علي حسین کریمي وویل:«نېږدې پنځه نیمې یا هم شپږ بجې وې چې د یوې زوروې چاودنې غږ وارېدل شو؛ کریمي ته مې زنګ وواهه خو ټلېفون یې بند وه. بالاخره ځان مې سیمې ته ورسوه، ومې لیدل چې ټول په وینو او خاورو لېت پېت دي او حسین علي هم شهید شوی وه.»

د علي حسین کوچنی زوی لس کلن میلاد وايي کله چې یې د پلار د مرګ واورېدل ټکان یې وخوړ او تراوسه هم ښه حالت نه لري.

هغه زیاته کړه:«زه هم په هماغه کلپ کې تمرین کوم، ځکه چې ناروغ وم ډاکټر ته ولاړم او ومې نه شوای کړی چې تېره شپه کلپ ته ولاړ شم او پلار مې را ته وویل چې له هغه سره کلپ ته ولاړ شم، ما ورته وویل چې تاسې ولاړ شئ زه وروسته درځم خو څه کمې شپږ بجې وې چې د چاودنې غږ پورته شو او پلار مې شهید شو.»

د حسین علي کریمي خپلوان د ځانمرګي برید د رامنځته کېدو له څرنګوالي او د کریمي د وژل کېدو په اړه ځینې ناویل شوې خبرې لري.

د حسین علي ماما په دې اړه وویل:«دغه هلک پولیسو ته وویل چې سیمه کې کرولا موټر درېدلی مشکوک دی، خو عسکرو له بې پروایۍ سره وویل چې هغه موټر تلاشي شوی او یوه دقیقه تېره شوې نه وه چې د چاودنې غږ پورته شو.»

د چهارشنبې پر ماښام (د وږي پر ۱۴مه)، لومړی یو ځانمرګی بریدګر د کابل ښار د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې د میوند پر سپورټي کلپ برید وکړ او وروسته کله چې خبریالان د دغې پېښې د خبري پوښښ لپاره ولاړل بله چاودنه رامنځته شوه – په دغو دوو پېښو کې د طلوع نیوز د دوه کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه او ۸۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې موده وړاندې یوه ځانمرګي بریدګر د دشت برچي په سیمه کې یو ښوونیز مرکز په نښه کړ چې په هغه کې څه باندې ۶۰ زده کوونکي مړه او په لسګونه تنه نور ټپیا شول.

د کابل ځینې اوسېدونکي، په پلازمېنه کې د بریدونو له زیاتوالي په نیوکې سره، حکومت د هېوادوالو د امینت په ټینګښت کې په ناغېړۍ تورن وي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«حکومت باید د هېوادوالو امنیت ټینګ کړي، خلک به تر کله وژل کېږي؟ خلکو څه ګناه کړې ده؟ بالاخره خلک د ناامنیو له امله چېرته ولاړ شي.»

شریک یي کړئ