د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ جنایي آمر نن سهار(دوشنبې د غويي۱۰مه) د یوې چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې چاودنه کې د بهسودو مرستیال ولسوال هم ټپي شوی دی.
طلوع نیوز ته یوه امنیتي سرچینه وایي، دا پيښه هغه وخت د بهسودو ولسوالۍ ودانۍ ته نېږدې وشوه چې واټ څېرمه یو ځای پر ځای شوی ماین وچاودید.
له دې سره، د ننګرهار د والي ویاند،عمرځواک وایي چې په دې پيښه کې د درېیو پولیسو په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.
دوی په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د پېښې مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.