Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو له فعالیته د خلکو اندېښنې

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکی وایي د هغوی په سیمه کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.

 دوی زیاتوي د سره رود ولسوالۍ په تېرو کلونو کې د ننګرهار له امنو ولسوالیو شمېرل کېده خو په دې وروستیو کې نا امني زیاته شوې ده.

د ننګرهار دا ولسوالي مرکز جلال اباد ښار ته نېږدې پرته هغه ده، خو په دې وروستیو کې یې د امنیتي حالت له خرابېدو اندېښنې شته.

ځايي اوسېدونکي وايي، په یو شمېر کلیو کې وسله‎وال طالبان فعالیتونه لري چې په لارو، کوڅو کې موټرې هم پلټي او وخت ناوخت له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړې هم کوي.

د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل وايي:«د شپې له خوا ډزې وي او کله چې موږ ته کوم ناروغي پېښېږي او یا کوم بل ضرور کار، موږ نه شو کولای ځان د جلال اباد ښار ته ورسوو. د لارې په اوږدو کې موږ دروي.»

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی فخر عالم هم زیاتوي:«د دغې ولسوالۍ په ډېریو برخو کې طالبان دي او باید عملیات ترسره شي ترڅو خلک په امنه فضا کې ژوند وکړي.»

د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر غړو په خبره، په وار وار یې حکومت سره د سره رود په ګډون د هغه ولسوالیو د نا امنۍ په تړاو اندېښنې شریکې کړي چې جلال اباد ښار ته نېږدې پرتې دي، خو د مخنېوي لپاره یې لازم اقدامات نه دي شوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری وايي:«د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې طالبان دي او موږ په ځلونو له حکومته غوښتي چې ښار ته نېږدې ولسوالیو کې دې عملیات په لاره واچوي، خو لکه څرنګه چې لازم دي، اقدامات نه دي شوي.»   

د سره رود ولسوال هم تر یوه حده دا ستونزې مني او ډاډ ورکوي چې د حل لپاره یې ګړندي ګامونه اخلي.

د سره رود ولسوال علي اکبر سادات په ډاګه کړه:«په دې اړه موږ ته اندېښنې را رسېدلي او موږ حکومت ته رپوټونه سپارلي دي، که‎چېرې عملیات وشي امنیت به ډېر ژر ټينګ شي.»

چپرهار، بهسودو او رودات هم جلال اباد ښار ته نېږدې پرتې هغه ولسوالۍ دي چې ښار ته په نېږدې سیمو کې یې وسله‎وال طالبان فعال دي.

شریک یي کړئ