Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات روغتونونو کې د ناروغه ماشومانو خوشې کول

هرات کې د حوزوي روغتون مسوولین وايي چې د روان کال راهیسې درې ماشومان چې رواني ناروغي لری، دخپلو کورنیو لخوا روغتون ته نېږدې یا روغتون کې د ننه خوشې شوي، چې بیا دوی مرستون ته لیږدولي دي.

د هرات حوزوي روغتون کې ۱۴ کلن ماشوم چې کورنۍ یې د سر پر غاړه خوشې کړی، اوس په دغه روغتون کې ساتل کيږي.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب، محمدعارف جلالي وايي:«تېر کال مو هم درې پېښې درلودې، او سږ کال(۱۳۹۸)کې مو هم درې پېښې درلودې، همداراز ۱۰ د بوډا کسانو پېښې چې دوی هم پر سرک  او یا هم د روغتون دروازې ته نېږدې خوشې شوي وو.»

هرات کې د بشري حقونو کمېسیون مسوولین د کورنیو لخوا د ماشومانو د خوشې کولو په اړه اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې باید کورنۍ له خپلو ناروغو ماشومانو پالنه وکړي.

هرات کې د بشري حقونو کمېسیون اجراییه رییس، عبدالقادر رحیمي زیاتوي:«باید دا وڅېړل شي، دا چې ولې پلار او مور د خپل ماشوم مسوولیت په غاړه نه اخلي، باید دوی ته وویل شي چې دا د دوی مسوولیت دی، یا خو دوی ډېر غریب دي چې نشي کولی خپل ماشومان وساتي، باید ورسره مرسته وشي.»

په همدې حال کې د هرات د ټولنیزو چارو ریاست وايي چې د کورنیو لخوا شړل شوي ناروغ ماشومان د دولتي او خصوصي بنسټونو په مرسته مرستون ته لېږدول کيږي.

د یاد بنسټ آمر، عبدالستار ظریفي وايي هم ټینګار کوي چې هرات کې د ماشومانو ترڅنګ بوډاګان هم د کورنیو لخوا شړل شوي دي:«هغه ماشومان چې ذهني ستونزي لري، که څه هم د کار او ټولنیزوچارو ریاست ورته کوم پروګرام نلري، خو بیا هم د خصوصی او دولتي بنسټونو په مرسته موږ دوی د پوښښ لاندې نیولي دي.»

هرات کې د کورنیو لخوا د ناروغ ماشومانو او د زړو کسانو د شړلو لامل، فقر بلل کېږي.

هرات کې مسوولین وايي چې یو شمېر ماشومان او بوډا کسان د خپلو کورنیو لخوا پر سرک یا هم روغتون ته نېږدې خوشې شوي دي

شریک یي کړئ