Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دهغو کسانو ځاني خوندیتوب ته ګواښ چې د زرداد په اړه یې شاهدي ورکړې

             د بشري حقونو د څار بنسټ د جمعې په ورځ(د لیندۍ په ۲۶ مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د حزب اسلامي د یوه قومندان زرداد فریادي نیول،د هغو شاهدانو په وړاندې ګواښ دی چې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې یې د هغه په وړاندې شاهدي ورکړې ده.

دغه سازمان د انګلستان له حکومت څخه وغوښتل ترڅو ژر تر ژره د دغو شاهدانو د ملاتړ لپاره ځینې پروګرامونه او همدارنګه له افغانستان څخه بهر د هغوی د پناه ورکونې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه سازمان همدارنګه له افغان حکومت څخه وغوښتل ترڅو په زرداد بندیزونه وضع کړي او همدارنګه افغان او برېتانیوي چارواکي له دغه بهیر څخه څارنه وکړي ترڅو هغه کسان چې په افغانستان کې پاتېږي ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ لوړپوړي څېړونکي پټریشیا ګاسمن په دې اړه وویل:«په انګستان کې د زرداد محاکمه او زنداني کېدل یو ارزښت لرونکی کار وه او وې ښوده چې ربړونکي هېڅ چېرته پناه‎ نه‎لري.»

زرداد فریادي د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسېد او د رپوټونو پر بنسټ د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

رپوټونه رسوي چې یوه ډله خلک د هغه د هرکلي لپاره په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سره راغونډ او دهغه انځورونه یې په لاس کې لرل.

د دغه سازمان لوړپوړی څېړونکی همدارنګه وايي:«له هېواد څخه بهر د دغو شاهدانو د موقعیت بدلون احتمالاً یوازینۍ لاره وي چې کولای شي د دغو کسانو ملاتړ وکړي.»

شریک یي کړئ