د سولې کلي په نامه د جرمني یوه خیریه بنسټ نن ۹۹ تنه افغان ماشومان چې سوځېدلي او د هډوکو په ناروغۍ اخته وو د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست میرویس اکرم وايي د جرمني سولې کلي په نوم بنسټ د دغو ماشومانو د درملنې مسوولیت منلی.
ښاغلي اکرم زیاته کړه:«هغه ماشومان وو چې له یوه پړاو درملنې وروسته کابل ته راستانه شوي وو او د درملنې لپاره بېرته المان ته ولېږل شول ترڅو په بشپړه توګه یې درملنه وشي.»
هر کال نېږدې ۱۰۰ تنه د هډوکو په ناروغۍ اخته او سوځېدلي ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استول کېږي.
قدرت الله ۷ کلن دی، خو هغه مهال چې د یوولسو میاشتو وه، جلال اباد کې یوې ټرافیکي پېښې له پښو معیوب کړ.
ډاکټرانو پر قدرت الله څو ځله جراحي عملیات هم ترسره وکړل خو نتیجه یې ور نه کړه.
د جلال اباد اوسېدونکی قدرت الله په دې اړه وویل:«خوښ یم چې اوس د درملنې لپاره المان ته ځم. له هغې وروسته چې د پښې درملنه مې وشوه کولای شم چې ښوونځي ته ولاړ شم.»
د قدرت الله پلار وايي اوس خوښ دی چې زوی یې د درملنې لپاره جرمني ته استول کېږي.
د قدرت الله پلار صفت الله وايي:«قدرت الله په جلال اباد کې څو ځله جراحي عملیات شو خو درملنه یې ونه شوه.»
دا د افغان ماشومانو ۷۷ مه ډله ده چې د جرمني د سولې کلي بنسټ په مرسته دغه هېواد ته د درملنې لپاره لېږل کېږي.