Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیسو د برم او عزت لوړولو لپاره د کورنیو چارو وزارت اقدامات

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت وروستۍ اقدامات او هڅې د پولیسو د برم او عزت لوړولو لپاره دي.

د کورنیو چارو وزارت، په خپلو وروستیو ابلاغیو او یا هم اعلامیو کې، د پولیسو منسوبین په خپلسري توګه سیاسي محفلونو، د سفارتونو مېلمستیاوو او همدارنګه بهرنیو ډيپلوماټیکو بنسټونو ته له تګه منع کړي دي.

دغه وزارت همدارنګه وايي چې له سیاسي ناستو او موضوعګانو نه د پولیسو د لیرې والي هڅې هم پیل شوي ترڅو دغه ځواکونه غیر سیاسي پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«زموږ هڅه دا ده چې د پولیسو عزت لوړ کړو او هغه څه چې د پولیس وړ دي، باید ترسره شي؛ نه هغه موردونه چې ډېر ناوړه او ناچیزه دي، او له تېرو وختونو راهیسې، هغوی ته دومره تمرکز نه دی شوی.»

په ورته وخت کې ځينې پخواني پوځيان او همدارنګه د ملي شورا غړي، دغه اقدامات په پولیسو کې د فساد د مخنیوي لپاره اغېزمن بولي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه وویل:« یوازینۍ هغه ابلاغیه او یا هم اعلامیه چې د کورنیو چارو وزارت ورکړې او د پولیسو د حیثیت لوړلو لپاره ده، همدا ده! د خلکو له جېبه د پولیسو لاس لنډېږي، پولیسو نور د سفارتونو کمېشن کاران نه دي، پولیسو نور د هوټلو قراردادي نه دي او پولیس یوازې د خلکو ساتونکي دي.»

د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي هم څرګندوي:«د امینتي مسایلو لپاره یې ښه اقدامات نیولي. هیله لرم چې زموږ شریف خلک، له دغو ښو اقداماتو سره چې نیول شوي، ډېره همکاري ولري.»

بل پلو د ولسي جرګې غړی صالح محمد سلجوقي هم وايي:«پولیس د قانون د پلي کوونکي په توګه، له خپل یونیفورم سره خلکو ته وښيي هغه حقوقي شخصیت دی چې د قوانینو په سمون کې، کولای شي خپله دنده ترسره کړي.»

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د پولیسو د ټولو منسوبینو کارونه، باید له قانوني لارو ترسره شي، هغه اصل چې د دغه وزارت په باور، د پولیسو د منسوبینو لخوا د هغه جدي نه نیول، به وروسته سترې ستونزې رامنځته کړي.

شریک یي کړئ