Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پیر سیداحمد ګيلاني مړی ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي

د سولي عالي شورا رئیس، پيرسید احمد ګیلاني مړی به سبا (دوشنبې) په ننګرهار ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.

یو شمېر دولتي چارواکي او د ښاغلي ګیلاني خپلوان د نوموړي د ویر په مراسمو کې وايي چې پير سید احمد ګیلاني د افغانستان جهاد اغیزمنه څېره وه.

د سولې عالي شورا مرستیال، عطاالرحمن سلیم څرګندوي:«ټاکل شوې ده چې سبا د دوی جنازه په ارګ کې د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي او وروسته جلال آباد کې به په خپل پلارني هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.»

سیداحمد ګېلاني ۸۴ کاله مخکې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالي کې نړۍ ته راغلي او شجره یې عبدالقادر ګیلاني د «قادریې طریقت» بنسټ‎اېښودونکي ته رسېږي.

د پير سید احمد ګيلاني لور، فاطمه ګېلاني وايي:«ده د ښځو روزنې او تعلیم ته ډېر ارزښت ورکاوه. نه یې هېروم چې د جهاد پرمهال یې راته وویل چې باید په جهاد کې ونډه ولرې.»

ویل کېږي چې ښاغلی کېلاني د قادریې طریقې پیر وو او د خپلو پلویانو ترمنځ یې پراخ نفوذ درلود.

ده د شوروي شتون پر مهال د افغانستان ملي محاذ ګوند جوړ او تر مرګه پورې یې د مشر په توګه پاتې شو.

سیداحمد ګېلاني ۸۴ کاله مخکې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالي کې نړۍ ته راغلي او شجره یې عبدالقادر ګیلاني د «قادریې طریقت» بنسټ‎اېښودونکي ته رسېږي

شریک یي کړئ