د کابل لویدیځ شپږمې حوزې په سیمه کې د رایو ورکولو لپآره د نوم لیکنې پر مرکز له بریده اوه ساعته وروسته د عامې روغتیا وزارت تائيدوي چې په دې پېښه کې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۱۲ نور ټپيان دي.
د دې وزارت ویاند، وحید مجروح طلوعنیوز ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۲۱ ښځې او ۵ ماشومان هم شامل دي.
مخکې له دې د پېښې په اړه وروستۍ شمېرې ۳۱ کسان وو او ۵۴ نور ټپیان وو.
خو د پېښې شاهدان وايي چې د پېښې د مرګ ژوبلې کچه له دې هم زیاته ده. دوی وايي ځانمرګي بریدګر هغه مهال ځان سره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې سلګونه کسان د رایو ورکولو نوم لیکنې په موخه د پېژندپاڼو اخیستو لپاره ولاړ وو.
په همدې حال کې د استقلال او امرجنسي روغتون چارواکي څرګندوي چې تر ډېره د پېښې ټپیان دې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د استقلال روغتون رئیس، صابر نصیب وايي چې دې روغتون ته یوازې ۵۴ ټپيان رالېږدول شوي او نیمايي برخه یې ښځې دي.
ښاغلی نصیب زياتوي چې په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
دی د لسو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بولي.
طالبانو په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي، داعش یې مسوؤلیت منلی.