د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مجروح له طلوعنیوز سره په مرکه کې وویل چې د کابل شش درک سیمې له چاودنو ۲۱ مړي او ۴۰ ټپیان تر اوسه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
بله چاودنه هم له لومړۍ څو شېبې وروسته رامنځته شوه چې په کې یو شمېر خبریالان هم زیانمن شول.
په همدې حال کې د فرانسې خبري آژانس تائیدوي چې د دوی اړوند عکاس، شاه مری د کابل په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش نن سهار(دوشنبې) وویل چې چاودنه کابو ۸:۰۰بجې د شش درک سیمه کې هغه مهال شوې چې پر موټر سایکل سپور یوه ځانمرګي بریدګر شش درک سیمه کې ورسره چاودېدونکي توکي چوولي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې د ټپيان درملنې څار په موخه روغتونو ته د دې وزارت چارواکي تلي دي، او د هغو کسانو حالت چې نازک وو، تر درملنې لاندې دي.
ښاغلي مجروح وړاندې وویل:«ټپيان د پېښې سیمې ته نېږدې روغتونونو ته چې ښه اسانتیاوې لري، ایمرجنسي او وزیر اکبرخان روغتونونو ته لېږدول شوي دي او اوس مهال تردرملنې لاندې دي.»
دی زیاتوي، په ټپانو کې ښځې هم شاملې دي.
له پېښې کابو نیم ساعت وروسته د کابل معالجوي طب رئیس، محب ځیر وویل چې د شش درک سیمې چاودنې څخه ۷ وژل شوي کسان او ۲۰ ټپیان روغتون ته د ژوغورنګاډو په مرسته لېږدول شوي دي.
په سیمه کې یو شمېر سرچینې وايي چې په دې پېښه کې یوه ژورنالیست ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د چاودنو مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.