د هلمند ولایت سولهغوښتونکي کاروان د مدني خوځښت په ملاتړ تېره ورځ(دوشنبې د چنګاښ۴مه) له کونړ څخه سوله غوښتونکي کاروان د کابل پر لور خپل پلی مزل پیل کړ.
د دې ترڅنګ له پاکستان څخه هم یو شمېر ځوان افغان کډوال کابل ته راغلي او وايي چې موخه یې د سولې پیغام رسول دي.
په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د هلمند سولې غوښتونکي کاروان له دوهمې ورځې سره، دوی وايي چې د افغانستان د جګړې پای لپاره د ملګرو ملتونو ځواب د قناعت وړ نه دی او پر عملي لارو چارو ټینګار کوي.
د کاروان غړي زیاتوي که چېرې ملګري ملتونه د افغانستان د تاوتریخوالي د پای اراده وکړي، نو کولی شي چې د افغانستان د جګړې برخلیک روښانه کړي.
دوی د سړک پر سر شپه تېره کړه ترڅو خپل پيغام د ملګروملتو سازمان ته ورسوي، په دغه پیغام کې په تېرو اوولسو کلونو کې د افغانستان په جګړو او تاوتریخواليو کې د دغه سازمان پر بې پامۍ نیوکې شوې دي.
دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې درې میاشتې مخکې د هلمند ولایت په یوه سپورټي لوبغالي کې د ځانمرګي برید په پایله کې ۱۶ کسان ووژل شول او کابو ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
دوی په هلمند ولایت کې تر کابو یوې میاشتې پرلت وروسته خپله لار د کابل پر لور کړه او تر ۶۵۰ کیلو مترو پلي لارې کچ کولو کابل ته راغلل.
اوسمهال له دې کاروان سره ډېر کسان یوځای شوي او له هلمند ولایت څخه د سولې راغلی کاروان وايي چې په لاره کې يې ډېرو ملاتړ کړی او یو شمېر هم ورسره یوځای شوي چې تر کابله راغلي دي.