Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کونړ ځايي چارواکو د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد کړه

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د ۲۰ تنو ملکیانو د وژل کېدو په اړه له رپوټ خپرېدو څو ساعته وروسته د دغه ولایت ځايي چارواکي د دغو ملکیانو وژل کېدل ردوي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم طلوع نیوز ته وايي هغه کسان چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي طالب جنګیالي وو چې د هغوی په منځ کې پنځه بهرني جنګیالي هم شامل وو.

خو ښاغلی مصمیم وايي چې تېره ورځ په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ۱۵ ملکیان ټپيان شوي وو.

هغه زیاتوي چې په دغو ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو چې روغتون ته لېږدول شې دي.

خو بل پلو طالبانو ادعا کړې ټول هغه کسان چې شیګل ولسوالۍ کې وژل شوي ولسي وګړي وو.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم طلوع نیوز ته وايي هغه کسان چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي طالب جنګیالي وو چې  هغوی په منځ کې پنځه بهرني جنګیالي هم شامل وو.

شریک یي کړئ