Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوې افغان مور د وژنې په اړه د الماني پولیسو څېړنې

د المان پولیسو ویلي چې د یوې افغان مور د وژنې په اړه چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د سترګو په وړاندې وژل شوې، څېړنې روانې دي.

د رپوټونو پربنسټ،دغه ۳۸ کلنه مېرمن د شنبې پر شپه د بایرن ایالت د سیلانیانو پرین ام چیمسي ښارګوټي کې،د چاکو په وسیله وژل شوې ده.

که‎څه هم تراوسه روښانه نه ده چې د دغې وژنې انګېزه څه وه،خو الماني رسنیو ویلي چې شونې ده دغه مېرمن مسیحیت دین ته اوښتې وي.

دغه افغان مېرمن،د دوه ماشومانو مور وه او د المان پولیسو د هغې د وژنې په تړاو یو ۲۹ کلن افغان وګړی نیولی دی.

پولیسو ویلي چې په هڅه کې دي چې د دغې وژنې انګېزه څرګنده کړه.

شریک یي کړئ