Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۹ زیاتوالی راغلی

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ۱۹ سلنې زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي. 

د دغه بنسټ په یوه نوي خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې په ۱۳۹۷لمریز کال کې له ۱۱ زره زیات ولسي وګړې وژل او ټپیان شوي دي چي دا شمېر د  تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي. 

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي که څه هم په تېر کال کې د ولسي وګړو د وژل کېدو پېښي لږې راکمې شوې دي خو بیا د ملکي کسانو د تپې کېدو کچه لوړه شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه تازه راپور کې وسله‎وال طالبان او داعش ډله ولسي مرګ ژوبلي د ډېرې برخې مسوولین بلل شوي دي.

په تر ټولو وروستي مورد کې چې د شنبې په ورځ پر مخابراتو وزارت چې ملکي وزارت دی برید وشو، چې په پایله کې یې ۷ تنه ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپيان شول، دوه ویشت کلن قیس  یو له دغو وژل شویو څخه دی. او د هغه کورنۍ حکومت د خلکو د امنیت په نه تامین تورنوي.

قیس د ښوونځي او بیا په اقتصاد پوهنځي کې د خپلو زده‌کړو دوره د خپل بزګر پلار په ګټل شویو پیسو بشپړه کړې وه. هغه د لسانس له تر لاسه کولو او افغان پسټ ریاست کې د څارنې مدیر له دندې اخستو وروسته، د خپلې لس کسیزې کورنۍ لپاره د ډوډۍ ګټلو یوازینی شخص و.

د قیس د خور خاوند حاجي محمد سعید وايي:«د قیس مور داسې وضعیت کې شوه چې هغه یې روغتون ته بوتله، کله چې له روغتون څخه بېرته راوستله د یوې خبرې وس یې هم نه درلود.»

د قیس د ماما زوی سیدفرهاد هاشمي وویل:«د افغانستان د سولې پروسه د افغانستان د نورو بهیرونو په څېر د واک د وېش لپاره یو کمپاین دی.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون موندنې ښيي، تېر لمریز کال کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې له یوولس زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې ډله کې درې زره او دوه دېرش تنه وژل شوي او اته زره او یو سل او اتیا نور ټپیان دي. دا شمېرې د تېر ۱۳۹۶ لمریز کال په پرتله د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په برخه کې ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور له مخې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تلفات هم په ۱۳۹۷ کال شپاړس سلنه زیات شوي دي.

دا کمېسیون طالبان د دې تلفاتو د ۵۳ سلنې مسوول، داعش ډله ۱۲ سلنه مسووله او افغان امنیتي او بهرني ځواکونه ۱۱ سلنه پړه ګڼي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ريیسه سیما سمر په دې اړه وايي:«د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې نړیوال قوانین مراعت کړي او په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د اوربند غوښتنه کوي.»

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دی چې د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ اوربند د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره اغېزمنه لار ده.

شریک یي کړئ