Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمیسیوبشري حقونو کمېسیون:د روژې ۱۰ورځو کې ۴۳ ولسي وګړي وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روژې مبارکې میاشتې په لسو لومړنیو ورځو کې - د غوايي له ۵ تر ۱۶مې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپل نوی رپوټ نن خپور کړ.

د دغه رپوټ پربنسټ، په دغو لسو ورځو کې لاهم په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لرلی او په هغه کې کموالی نه دی ترسترګو شوی.
 
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په دغې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۳ ولسي وګړي د تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوي دي او ۷۳ تنه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د دغو مرګ وژبلې ۶۸ سلنه عامل طالبان او ۱۶ سلنه هم د افغان حکومت پوله وسله وال دي او د نورې مرګ ژوبلې عاملان نامعلوم دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د ښکېلو لورو په بریدونو کې، د دغو لورو د پوځي مرګ ژوبلې سربېره «د بشرپاله نړیوالو حقونو اصول او بنسټيز قواید په ځلونو تر پښو لاندې شوې دي.»

ډېری دغه مرګ ژوبلې «د سړک غاړې ماین چاودنې، ترور او هدفي وژنو بریدونو، توغندویی بریدونو او ځانمرګو بریدونو په پایله کې دي.»

دغه بریدونه د کابل، عزني، لوګر، کندهار، پکتیا او هلمند په ولایتونو کې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په افغانستان کې د ولسي وګړو د پراخې مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دی او له ښکېلو لورو غواړي چې «د روژې مبارکې میاشتې په درناوي او د کورونا ویروس د کړکېچ په پار او د اوربند لپاره د افغانستان د کړېدلي ولس او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په غوښتنه، تاوتریخوالی کم کړي.»

شریک یي کړئ