د زابل شینکۍ ولسوال، قاسم ایوب وايي چې تېره شپه ۱۰ بجې(د کب ۲۱ مه) دوه سیمهييزو پولیسو چې له طالبانو سره یې اړیکه درلوده د دې ولسوالۍ په سیوري سیمه کې په یوه پوسته کې اته تنه سیمهييز پولیس وژلي دي.
دی زیاتوي چې بریدکوونکو په پوسته کې وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
په همدې حال کې طالبانو د دې پېښې مسوؤلیت منلی دی.
له بلې خوا د زابل شاهجوی ولسوال څرګندوي چې د افغان ځواکونو په یوه کمین کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی دی، خو د طالبانو لخوا په ډزو کې یوه ماشوم هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.