طالبانو په یوه لیک کې چې د امریکې د خلکو په ادرس خپره شوې او له هغوی څخه یې غوښتي ترڅو په افغانستان کې د ټرمپ اداره د جګړې د سیاست او د سولې د پرمخ بیولو تګلارې بدلون ته اړه کړي.
په دغه لیک کې راغلي چې واشنګټن او تړونوال یې د درې موخو لپاره، د امنیت ټینګښت او له ترهګرۍ سره مبارزه، د قانوني حکومت رامنځته کېدل او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې پر افغانستان یرغل وکړ، خو دا درې موخې ترلاسه شوې نه دي.
په لیک کې همدارنګه راغلي دي چې د جګړې دوام او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د هېچا په ګټه نه دي او دا کار د نړۍ ټیکاو هم ګواښي.
طالبانو په دغې خبرپاڼه کې وايي کهچېرې د امریکا خلک د افغانستان له خلکو او په ټول کې له نړیوالو سره د سولې غوښتونکي دي نو ولسمشر ټرمپ او د کانګرس او پنټاګون جګړه غوښتونکي چارواکي پوه کړي ترڅو د افغانستان په اړه یو سالم او منطقي سیاست غوره کړي، د طالبانو په وینا هغه کار چې په افغانستان او نړۍ کې به د ثبات لامل شي.
په دې اړه مو اندونه