Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:د خلکو یووالی د افغانستان دښمنانو ته یوازینی ځواب

د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن چهارشنبې(د کب په ۱۸ مه)په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د دریم تلین په مراسمو کې وویل چې د افغانستان دښمنانو ته یوازینۍ ځواب،د خلکو یووالی دی او د تبعیض باید د خلکو له منځه لیرې کړل شي.

هغه زیاته کړه چې ترهګر د افغانستان له پولو بهر سمبال لېږي او پټن‎ځای لري.

ښاغلي عبدالله وویل:«زموږ په هېواد کې یووالی،د افغانستان د خلکو یووالی د دغه هېواد دښمنانو ته یوازینی ځواب دی،خو دغه یووالی هېڅکله تأمینېدای نه‎شي که‎چېرې تبعیض وي.»

په همدې حال کې،د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی له طالبانو څخه غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او یا به ماتې ورکړل شي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه:«خدای دې دوی اصلاح کړي،خدای دې نېکې لارې ته هدایت کړي،له هغې پرتې الله دې ماته ورکړي.»

په دغې غونډه کې مارشال محمد قسیم فهیم له کارنامو او کړنو څخه یادونه وشوه.

له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو څخه د یو شمېر هېوادونو ملاتړ هم په دې ځای کې یوه مهمه نیوکه ده.

د ملي امنیت د عمومي ریاست لومړنی مرستیال محمد ادیب فهیم هم وویل:«د نظام ټولو مخالفینو ته پيغام ورکوو په ځانګړې توګه د افغانستان د طالبانو تحریک ته له شته فرصت څخه په استفادې سره له خپل دولت سره یوځای شئ،له هغې پرته باید په څرګنده درک کړئ چې د ۳۵۰ زره کسیز زوړر ځواک په وړاندې نه بلکې د یوه ۳۰ مېلیوني ځواکمن ملت په وړاندې قرار لرئ.»

د ترهګرو د ځپلو لپاره د یوه اغېزمن پروګرام عملي کول په هېواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره یوه اصل بلل کېږي.

د ملي دفاع وزارت پخوانی وزیر عبدالرحیم وردک هم وايي:«موږ په خپله په ډېریو مواردو کې له پوهې او ناپوهۍ سره د هېواد او دین دښمنانو د شیطاني پلانونو د بریالیتوب اله او وسیله شوي یوو.»

د اجرائیه رییس دویم مرستیال محمد محقق هم څرګنده کړه:«د خدای بښلي مارشال فهیم څخه ډېرې شې خاطرې لرو هغه کس وه چې د ټول افغانستان په اړه یې فکر کاوه او د نظام یو له اصلي ستنو څخه وه.»

د یوه منظم پروګرام عملي کول، د هېواد د هوايي ځواک سمبالتیا، د اداري فساد پرخلاف جدي مبارزه او د ښې حکومتوالۍ رامنځته کول هغه موضوع ګانې دي چې د هېواد د وضعیت د ښه کولو په اړه مطرح کېږي.

شریک یي کړئ