Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طلوع‎نیوز موندنې:اجرائيه ریاست ۱۱۰ سلاکاران لري

      د طلوع نیوز موندنې ښيي چې اجرائیه رییس د سلاکارانو شمېر په یوه وروستي کال کې د زیاتېدو په حال کې دي.چې اوس دغه شمېر ۱۱۰ تنو ته رسېږي.دغه مودنې ښيي چې ځینې دغه سلاکاران په خپله    سلاکاران لري.

په همدې حال کې اجرائیه ریاست وايي چې ۴۰ رسمي او تړوني سلاکاران لري؛خو داسې کسان هم شته چې له دغه ریاست سره د افتخاري کارانو په توګه کار کوي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«د ټولو سلاکارانو غوره کول د کاري مخینې،په بېلابېلو برخو کې اغېزمنتیا او د خلکو په منځ کې د هغوی نفوذ پر بنسټ ترسره کوي.»

د اجرايي ریاست ډېری سلاکاران د کابل د نوي ښار په یوه څو پوړي ودانۍ کې فعالیت لري.

دغه کس چې د عبدالله عبدالله د ځوانانو چارو سلاکار دی د هغو کارونو یادونه کوي چې نوموړي او همکارانو یې ترسره کړي دي.

د ځوانانو په چارو کې د اجرئیه رییس سلاکار بخت محمد ځدران څرګنده کړه:«د اجرائيه رییس سلاکاران ډېری ولایتونو ته سفر کوي؛همدلته په کابل کې له خلکو سره ویني.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو په چارو کې د عبدالله عبدالله یو سلاکار وايي هغه او د دې برخې نور سلاکاران په خپله د سلاکارانو کمېټې لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې یوازې د سرحدونو، قومونو او قبایلو په برخه کې په ټول هېواد کې لږترلږه ۸۰  تنه د اجرائيه ریاست لپاره د سلاکارانو په توګه کار کوي.

د سرحداتو،قومونو،قبایلو په چارو کې د اجرائيه رییس سلاکار عبدالرزاق وویل:«د بېلګې په توګه د قومونو،سرحداتو او قبایلو د سلاکارۍ په برخه کې ۱۰ تنه یوو چې ټول د یوې سترې ګمېټې غړي یوو او په ګډه کار کوو.نورې ګمېټې هم لرو چې حوزوي دي؛مثلاً سوېل لوېدیځه حوزه،د لویې پکتیا حوزه،ختیخه حوزه،شمال ختیځه حوزه.په دغو کمېټو کې پوځي،امنیتي،ټرانسپورټي،د ځوانانو په چارو کې سلاکاران لرو.»

اجرايي ریاست د عبدالله عبدالله سلاکاران په درېیو برخو وېشي، لومړی هغه کسان چې په دولتي تشکیل کې شامل دي، دوهم هغه چې د قراردادونو له مخې د کارپوهانو په توګه په بېلابېلو برخو کې د سلاکارانو په توګه ګمارل شوي او درېیمه ډله چې د اجرائيه ریاست په وینا شمېر یې ډېر دی افتخاري سلاکاران دي.

اجرائيه ریاست ټینګار کوي چې د عبدالله عبدالله سلاکاران د دولتي کارکوونکو په اندازه معاش اخلي او آن یو شمېر یې د دغه ریاست د افتخاري سلاکارانو په توګه له کوم امتیاز څخه پرته کار کوي.

د طلوع نیوز د څېړنو له مخې د اجرائیه ریاست د سلاکارانو شمېر ۱۱۰ تنه دی او کابو ۱۰ تنه دغه سلاکاران د اجرايي ریاست په تشکیل کې شامل دي او په سپیدار ماڼۍ کې دفتر لري او د میاشتې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره افغانۍ معاش اخلي.

یو شمېر نور دغه سلاکاران چې ډېری یې د کارپوهانو په توګه او د قراردادونو له مخې ګمارل شوي له ۵۰ تر ۷۰ زره معاش لري، خو په دوی کې ځینې داسې دي چې د یو شمېر دولتي ادارو په چوکاټ کې د بهرنیو پروژو له بودیجې څخه هره میاشت له یوزر او ۵۰۰ تر دوه زره ډالر معاش اخلي.

که څه هم د اجرايي ریاست افتخاري سلاکاران له مالي امتیاز پرته کار کوي او یوازې ځینو محدودو امکاناتو ته لاسرسی لري.

له بلخوا د مالیې وزارت وايي چې په حکومتي  ادارو کې د سلاکارانو معاشونه له بهرنیو مرستو او همداراز د دغو  ادارو له بودیجې ورکول کېږي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم‎زی وايي:«هغه سلاکاران چې په لوړو رتبو کې راځي،د قانون پر بنسټ عالي ربته‎ مأمورینو،معاشونه هغوی ورکو؛خو هغه نور سلاکارن چې په دولتي ادارو کې ګمارل کېږي، «ملي تخنیکي همکارۍ» د پروګرام پر بنسټ ګمارل کېږي او موخه یې هم دا ده چې په دغو اداراتو کې ښه‎والی راشي.»

د سلاکارانو څرګندونې

خو د اجرايي ریاست لخوا د ګمارلو د څرنګوالي په اړه د اجرايي ریاست د هغو سلاکارانو چې له موږ سره یې خبرې کړې ځواب څه دی؟

د سرحداتو،قومونو او قبایلو په چارو کې د اجرائيه رییس سلاکار عبدالرزاق وویل:«یو کس دی چې بشپړ لوست او زده کړې نه‎لري؛خو یو قومي سلاکار دی!بل کس چې په یوې برخه کې زده کړې او تخصص نه‎لري؛خو قومي او جهادي نفوذ لرونکی دی!»

د ځوانانو په چارو کې د اجرائيه رییس سلاکار بخت‎محمد ځدران وايي:«تاسو ما ته وښایاست چې آیا تر نن ورځې،کوم سلاکار شته چې د چا ځمکه یې غصب کړي وي؟وښایاست داسې کوم سلاکار شته چې پر چا یې ظلم کړی وي چې ویلي یې وي چې د فلاني کس سلاکار یم؟موږ خپل کار او مسؤولیت ته متوجه یوو،د خپلو مسؤولیتونو په مطابق کار کوو.»

د سلاکارانو ګمارنه یو ډول امتیاز ورکونه

کارپوهان وايي د ملي یووالي په حکومت کې د سلاکارانو د ګمارلو زیاتوالی د ټاکنیز کمپاین ملګرو ته د حکومت د مشرانو لخوا یو ډول امتیاز ورکول کېدای شي.

د پوهنتون استاد حکمت‎الله شهباز وویل:«همدا کسان چې اوس د ولسمشر اجرائيه ریاست سلاکاران دي،پّ ټاکنیزو کمپاینونو کې یې پر دغه دوه کسان(اشرف غني او عبدالله عبدالله) یو خروار پیسې لګولي دي؛اوس دوی (ولسمشر او اجرائیه رییس) اړ دي چې دوی د خپلو سلاکارانو په توګه وګماري.ځکه چې دغو کسانو ته بل مقام نه‎لري.»

د طلوع نیوز د څېړنو له مخې په ډېریو مسئلو کې د اجرايي ریاست سلاکارانو د ملي شورا د استازو په توګه عمل کړی او په ځینو حالاتو کې اجرايي رییس ته د مشورې ورکولو او یا د ستونزو د حل لارو د لټولو پر ځای داسې مسئلو ته مخه کړې چې د نورو دولتي ادارو دندې بلل کېږي.
 
شریک یي کړئ