Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عظیمي: د نشه‎يې توکو سره د مبارزې په برخه کې هڅې بسنه نه کوي

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیره، سلامت عظیمي په کابل کې د ګډې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې د نشه یې توکو پر ضد پورته شوي او پورته کېدونکي ګامونه بسنه نه کوي.

ښاغلې عظیمي زیاتوي چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ځانګړې بودیجې ته اړتیا ده.

دې وړاندې وویل:«ستونزه ډېره لویه ده  او هغه کارونه چې ترسره شوي دي د دې ستونزو هوارۍ ته بسنه نه کوي او اړینه ده چې یو ټولییز او ګډ مسوؤلیت ترسره شي.»

په همد حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‎یې توکو سره د مبارزې معینیت وايي په تېرو دوو اوونیو کې کابل کې څه باندې ۳۰۰ کسان د نشه‎یې توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي توکو سره مبارز معینیت د کشف او استخباراتو مسوؤل، میرزامحمد سیفي څرګندوي:«د تېرو ۱۰ میاشتو په اوږدو کابو ۶۳۰ ټنه نشه‎يي توکي د افغانستان په کچه زموږ لاسته لوېدلي دي او ۱۶۰ عمده قاچاق‎وړونکي نیول شوي دي.»

 افغانستان کابو درې میلیونه په مخدره توکو روږدي کسان لري،او اوسمهال په ټول هیواد کې د دغو کسانو د درملنې لپاره یوسل او لس روغتیايي مرکزونه شته.

د عامې روغتیا وزارت نشه‎يي توکو ته د غوښتنې کموالي څانګې مسوؤل، عبدالمنان آزادمنش وايي:«هغه اوونۍ ټولوونه کېږي او هغه کسان چې ټولیږي په سړه هوا کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي.»

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت غواړي په روان زیږدیز کال کې له ۴۵ تر ۵۰زرو روږدي کسان  د درملنې تر پوښښ لاندې راولي، خو دا وزارت وايي چې د دې کار ترسره کول لګښت ته اړتیا لري.

په همد حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‎یې توکو سره د مبارزې معینیت وايي په تېرو دوو اوونیو کې کابل کې څه باندې ۳۰۰ کسان د نشه‎یې توکو د پلور په تور نیول شوي دي

شریک یي کړئ