ځينې کسان چې د نشې له پرېښودو وروسته بېرته نشهيي توکو ته مخ کړې وايي، چې د بیا روږدي کېدو یو لامل یې پر هغوی د ټولنیز اعتماد نشتون دی.
محمد رضا چې وايي د کابل پوهنتون د خبریالۍ سند لري او اوه کاله یې په خبریالۍ کې کار کړی، یو له دغو کسانو څخه دی.
هغه زیاته کړه، هغه وخت مې بیاځلې نشې ته مخه کړه چې د نشهيي توکو له پرېښود وروسته، همکاران یې له روږدي کېدو خبر شول او له همدې امله یې پر هغه اعتماد له منځه ولاړ.
هغه څرګنده کړه:«کله چې خبر شول، له ما څخه یې وپوښتل، چې اوس هم نشهيي توکي مصروفئ؟ ومې ویل چې هېڅکله! ورته ومې ویل چې اوس مې درملنه شوې. ما ته یې وویل چې ستا په کار کې ستونزه نشته او له ما څخه خوشحاله دي، خو یوازینۍ څيز چې ستونزه یې رامنځته کړې ده، همدا ده هغه کسان چې په دغه شرکت کې له تا سره کار کوي، هغوی پر تا اعتماد نهشي کولای. نو د دې خبرې له اورېدو دې پایلې ته ورسېدم چې نور زما لپاره کار نشته او پایله دا شوه چې زه بیاځلې روږدي شوم.»
محمد رضا د جنګلک ۳۰۰ بستریز روغتون ته راوستل شوی. هغه وايي چې دا بار پرېکړه لري په پرېکنده توګه نشه پرېږدي.
د درمنلې په اړه پوهاوی، د روږدو لپاره د نشې د پرېښودو د انګېزې رامنځته کول او نشې ته د مخې کولو د لامل پیدا کول، له هغو مرحلو دي چې ډاکټران یې په دغه روغتون کې د روږدو کسانو د درمنلې لپاره یې کاروي.
له دې ټولو سره، د جنګلک د ۳۰۰ بستریز روغتون چارواکي وايي چې تراوسه د تداوي شویو روږدو کسانو لپاره د کار او سالم ژوند زمینې برابرې شوې نه دي.
د عامې روغتیا وزارت د نشهيي توکو د تقاضا د کموالي د عمومي ریاست څارونکی احمدظاهر سلطاني په دې اړه وویل:«د پوهنې وزارت کولای شي چې په دې اړه د نصاب له لرلو سره د زدهکوونکو مالومات لوړ کړي او یا هم د دین عالمان په جوماتونو کې پوهاوی ورکړي او همدارنګه په پوهنتونونو کې په دې اړه د مضمون تدرس کولای شي اغېزه وکړي.»
تر اوسه د کابل له بېلابېلو برخو سلګونه په نشهيي توکو روږدي کسان راغونډ شوي او د درملني لپاره روغتونو استول شوي، خو ډاکټران وایي چې روغ شویو کسانو ته په ټولنه کې د کار نشتون، په دوی باور هغه لاملونه دي چې یو زیات شمېر دغه کسان بېرته په نشه اخته شوي دي.