ولسمشر غني نن سېشنبې د پولیسو د افسرانو د فراغت په غونډه کې وویل چې له دې وروسته په کورنیو چارو وزارت کې ګمارنې او ترفعې ګانې د افسرانو د ذاتي قانون له مخې ترسره شي.
په دغه غونډه کې ۴۴۶ تنه افسران د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شول.
ښاغلي غني د ملي شورا غړو ته هم ګواښ وکړ چې له دې وروسته په کورنیو چارو وزارت کې د خوښې وړ کس د ګمارنې او یا ترفیع لپاره هغوی دغه وزارت ته مراجعه ونه کړي.
هغه څرګنده کړه کهچېرې دا کار ترسره نهشي، د هغوی نومونه به په رسنیو کې خپاره کړي.
ولسمشر غني همدارنګه په پولیسو کې د سمونې د پروګرام پر پلي کولو هم تینګار وکړ او وې ویل کهچېرې پولیس اصلاح نهشي، قانون به پلی نهشي او په ټولنه کې به عدالت ټینګ نهشي.
د هغه په وینا، عدالت په مرمۍ نه بلکې پر پولیسو له اعتماد سره ټینګېدای شي.
هغه زیاته کړه چې د پولیسو ځواکونه دوه ستر مسوولیتونه لري، لومړی د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ټینګښت دی.
ښاغلي غني زیاته کړه چې په دې لړ کې نور امنیتي ځواکونه هم له پولیسو سره به مرسته وکړي.