ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو پر امنیت د ټینګار ترڅنګ وايي راتلونکي ټاکنیز بهیر ته ټولې تخنیکي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ښاغلي غني تېره ورځ (سې شنبې د تلې په ۱۷مه نېټه) د ولایتونو له امنیتي مسؤلینو سره په ویډيويي کنفرانس کې د دغه مطلب ترڅنګ د ټاکنو د امنیت خوندیتوب امر کړی دی.
د خبرپاڼې پر حواله ولسمشر ټینګار کړی چې هیڅ نظامي او ملکي کس په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري او که څوک لاسوهنه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
ولسمشر د ولایتي امنیتي مسؤلینو له همکارۍ مننه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د ټاکنو سم ترسره کېدل زموږ بریالیتوب دی.
ولسمشر د غزني ولایت په اړه ځانګړې یادونه کړې او غزنیوالو ته يې ډاډ ورکړی چې له دې حقه به محروم نه شي.
ټاکل شوې پارلماني ټاکنې د روانې (تلې میاشتې) په اته ویشتمه ترسره شي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ تنو ورته ځانونه نوماندان کړي دي.