Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني مالیې وزارت دوه چارواکي له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړي

ولسمشر غني د مالیې وزارت د دوو چارواکو له دندې د ګوښه کولو او څېړنې حکم کړی؛ خو پر دغو چارواکو د تورونو څرنګوالی روښانه نه دی.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې په یوه لیک کې چې د زمري میاشتې په شپږمه لیکل شوی دی، راغلي دي چې ولسمشر غني په مالیې وزارت کې د زړو یا داغمه فلزاتو د پلور د څېړلو لپاره د ګومارل شوي پلاوي د راپور له لوستلو وروسته؛ د چارو د ادارې عمومي رییس فضل محمود فضلي او د دغه وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندېوال ته ویلي دي چې دا راپور ټکان ورکوونکی دی او لارښوونه یې کړې ده چې د تصدیو عمومي رییس شفیق الله شهراني او د مالیې د وزیر د دفتر رییس ساجد تقوا له مالیې وزارت نه منفک او لویې څارنوالۍ ته معرفي شي.

بل خوا  له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته د لویې څارنوالۍ په یوه ځانګړې لیک کې چې د زمري میاشتې په دویمه لیکل شوی دی؛ پر دې ټینګار شوی دی چې په دې قضیه کې د نورو څېړنو او د هغوی د څرنګوالي د روښانه کېدو په تړاو؛ د مالیې وزارت د اوسني مرستیال او د دغه وزارت د اداري معینیت د پخواني سرپرست عبدالحبیب ځدراڼ چې د داغمه د عالي کمېټې پخوانی رییس و، او د داغمې د کمېټې د پخواني اجراییه رییس محمد ابراهیم شمس حضور ته هم اړتیا ده.
 
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال، د داعمه جاتو عالي کمېسیون پخوانی اجرايي رییس او د اقتصاد، سوداګرۍ، کانونو وزارتونو او د سوداګریو خونې استازي د څارنوالۍ تر جلب لاندې دي.»

اخوا په مالیې وزارت کې د داغمه فلزاتو د پلور د څېړنې لپاره د ګومارل شوي پلاوي د راپور جزییات په لاس کې نشته او ان هغه کس چې په دې قضیه کې شامل شوی دی هم له طلوع نیوز سره په ټېلفوني اړیکه کې وایي چې دوی پر ځان د لګېدو تورونو په تړاو په څه نه پوهېږي او څرګنده نه ده چې ولې پر دغه راپور د ټکان ورکوونکي نوم اېښودل شوی دی.

په دې لړ کې د ولسمشر ویاند په دې تړاو د عدلي او قضايي ادارو د څېړنو پر دوام ټینګار کوي.
 
 د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي وویل:«اوس چې د افغان حکومت د عدلي او قضايي بنسټونو پورې اړه لري چې د افغانستان د ولسمشر د حکم پربنسټ دغه موضوعګانې وڅېړي.»

په وروستیو کلونو کې د مالیې وزارت اشرف غني ته یو له نږدې بنسټونو و او د دغه وزارت پخوانی سرپرست او د ولسمشر جګپوړی سلاکار همایون قومي هم د نوموي له نژدې کسانو بلل کېږي؛ خو په وروستیو میاشتو کې په دغه وزارت کې د دغه راز څېړنو خبرونه هم خپاره شوي دي.
 
د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر فرید نوخت څرګندوي:«د مالیې وزارت د دغې کمېټې په سر کې ده، د هغه ټول غړي د کانونو او پټرولیم او همدارنګه اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو څخه دي.»

د داغمه فلزاتو د پلور اجراییه ریاست د ۱۳۹۵ کال په مرغومې میاشت کې جوړ شو.

د داغمه فلزاتو تثبیت، د دغو فلزاتو د قاچاق مخنیوی او د فلزاتو لپاره د مناسبې بیې ټاکل؛ ددې ادارې له اصلي موخو بلل شوي دي.

پروسږکال د ماليې وزارت خپله یوه لاسته راوړنه، د ټولټال ۳۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۳۵ زره داغمه فلزاتو پلورل وباله چې د دغه وزارت په وینا د اوسپنې د ویلې کولو له فابریکو سره یې تړون شوی دی.

شریک یي کړئ