په فاریاب کې د وسلهوالو مخالفینو لخوا د توغول شوې هاوان مرمۍ په پایله کې یوه ښځه وژل شوې ده.
د یاد ولایت سیمهییز چارواکي نن(چهارشنبې د وري په ۷مه نېټه) وايي په دې پېښه کې شپږ ملکي کسان ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د شیرین تګاب ولسوالۍ پر بازار د طالبانو لخوا د هاوان مرمۍ د توغولو له کبله یاد شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه وايي په ټپیانو کې دوه ماشومان چې یې لس کلن هلک او بل یې ۱۲ کلنه جلۍ ده هم شامل دي.
طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.