افغان او پاکستاني چارواکي د پنجشنبې(د کب په ۲۶ مه) په ورځ په انګلستان کې له برېټانوي چارواکو سره له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د میکانیزم په اړه هوکړې ته ورسېدل.
پاکستاني چارواکي وايي چې د لنډن د تېرې ورځې په غونډه کې د برېټانیا د ملي امنیت د سلاکار په کوربه توب د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ترمنځ د پاکستان او افغانستان د بېلابېلو ګډو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
سرتاج عزیز په دې اړه ویلي چې پاکستان د یوه باثباته او سولهيیز افغانستان غوښتونکی دی او چمتو دی چې د سیمې د ټیکاو او سولې په پام کې نیولو سره ټولې مسئلې حل کړي.
سرتاج عزیز د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ له ښاغلي اتمر سره لیده کاته وکړل.
دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه له څو اوونیو راهیسې د پاکستان له خوا د ځینو ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې تړل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه