ولسمشر غني د سولې د خبرو اترو د مشورتي ملي پلاوي پر جوړیدو مشورې کوي. د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی اسماعیل خان وايي هغه له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي دپلاوي جوړښت باید د سولې له عالي شورا سره موازي نه وي.
په تېرو دوه ورځو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ، د جمعیت اسلامي غړو او عبدالرب رسول سیاف له ولسمشر غني سره لیدنې درلودې او ولسمشر دغو ګوندونو ته ویلي چې دغه ملي پلاوی به حکومت او سولې شورا ته مشورې ورکړي.
په وروستیو ورځو کې ولسمشر له یو شمېر جهادي مشرانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو سره د سولې خبرو د څرنګوالي په اړه کتنې کړې دي.
د دغو لیدنو د سولې د خبرو د یوه ملي پلاوي د جوړولو په اړه سلامشورې دي.
د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا غړی محمداسماعیل خان وايي د دغه ګوند استازو له ولسمشره غوښتي چې د سولې عالي شورا لغوه نکړي او ددې پلاي کار هم ددې شورا له کار سره یو ځای نه وي.
محمد اسماعیل خان په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«ویلي مو وو چې د سولې عالي شورا له پخوا راهیسې کار کوي او لغو نشي، د سولې عالي شورا سره موازي د ولایتونو او کابل په کچه کوم لوی بنسټ جوړ نشي، بلکې یو پلاوی جوړ شي او خبرې پیل کړي، ولسمشر هم ومنله.»
ولسمشر په وروستیو ورځو کې له عبدرب الرسول سیاف او ګلبدین حکمتیار سره هم کتلي دي.
د حزب اسلامي د رسنیو دفتر غړی، فضل غني حقمل د مطرح شویو موضوعاتو په اړه داسې نظر لري:«د حزب اسلامي مشر د دې وړاندیز هرکلی کوي او ویي ویل چې دا پلاوي ته د خبرو د پرمخت بیولو واک ورکړل شي او ټینګار یې دا وو د سولې په اړه باید روښانه دریځ ونیول شي.»
د ولسمشر ویاند وایي د سولې بهیر یو ملي بهیر دی او یوه ملي پلاوي ته اړتیا لري.
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري وايي د سولې موضوع یو ملي بهیر دی او نلي پلاوي ته اړتیا ده:«پریکړه شوې ده چې د ټول افغانستان نه یو مشورتي ملي بورډ جوړ شي او ولسمشر د دې بورډ د غړو د ترتیب په اړه د ناستو لړۍ پیل کړې ده تر څو دا بورډ وکولی شي د ملي موضوعاتو او همداراز د سولې عالي شورا او حکومت ته مشورې وکړي.»
له بلې خوا محمداسماعیل خان وايي د سولې خبرې یوه حساس او هیله منونکي پړاو ته رسیدلې او اسلامي جمعیت کولاي شي په دغو خبرو کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان دسولې لپاره د امریکا ځانګري استازي زلمي خلیلزاد په متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو کې د کتنو دوهم پړاو پاي ته رسولی دی.