Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د روږدو کسانو زیاتوالی او ټولنیز زیانونه

هلمند ولایت کې په نشو د روږدو کسانو زیاوالي پر ځایي  اوسېدونکي ناوړه اغېره کړه. هلمندیان وايي د روږدو کسانو زیاتوالي د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی او ځینې یې په ښار کې د عامه خلکو لپاره جوړو شویو پارکونو کې شپې او ورځې تېروي.

د هلمند په لښکرګاه ښار کې تفریحي پارک کې پراته روږدي کسان وايي چې تر ډېره د بېکارۍ له کبله په نشو روږدي شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو په تنګ شوي او له حکومته غواړي چې د یادو نشه یانو او د نشه يي توکو د کاروباریانو مخنیوی وکړي.

دوی وايي چې د ښار په منځ کې هره ورځ دلته یو شمېر کسان راځي او نشه يانو باندې نشه يي توکي پلوري.

نعمت الله په دې اړه وايي:«دلته هره ورځ ځيني کسان راځي او په عامه ورځ د ښار په منځ کې نشه يي توکي پر دغه کسانو(روږدي) پلوري، تر اوسه يې هیڅ چا مخنیوی نه دی کړی.»

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی، قدرت الله زیاتوي:«حکومت باید اول د نشه يي توکو د کارو باریانو مخنیوی وکړي ، او بیا د دغه کسانو غمه وخوري، ځکه ورځ تر بلي د دغه کسانو شمیر ډیریږي.»

یو شمېر روږدۍ کسان وايي چې په ایران کې روږدي شوي دي.

روږدی کس، ګلبدین څرګندوي:« لومړی مو نشه يي توکي نه کارول، اول بندي وم، هلته په زندان کې په نشه روږدی شوم. موږ ته يي زندان ته راوړل، بیا نو چې له زنده څخه راووتم اوس له نشې پرته بله چاره نلرم، او هره ورځ دلته راځم او نشه کوو.»

بل روږدی کس، جمعه خان زیاتوي:«دلته ډیری کسان، تریاک، هیروین او ښیښه استفاده کوي او د سلو افغانیو  تر ۶۰۰ افغانیو پورې لګښت لري، ډېر په ساده ډول یې پیدا کوو، یا يي دلته راوړي او یاهم موږ يي کورونو ته ورځو.»

بل خوا د هلمند د عامي روغتیا ریاست که څه هم پدغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په تړاو کره شمېره نلري، خو وايي دلته رزګونه کسان هیروین، تریاک او ښیښه استعمالوي. دوی وایي د یادو کسانو د درملنې په موخه یوازې سل بستریز روغتون لري چې د یادو کسانو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.

د هلمند د عامي روغتیا رییس، داکتر عبدالاحد حازم په دې اړه وايي:«هغه سروي ګاني چی موږ تر سره کړي دي ، په هلمند کي په نشه د روږدو کسانو شمېر زرګونو ته رسیږي او بل ستونزه داده چې هلمند ولایت ته د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو هم روږدي کسان دلته راوستل کیږي. موږ د دې کسانو د درملنې لپاره یوازې سل بستریز روغتون لرو او هغه روغتون کې اوس هم تر ۱۵۰ ډېر کسان بستر دي او درملنه يي کیږي، خو دا بسنه نه کوي او موږ هڅه کوو چې پدغه ولایت کې د په نشه د روږدو کسانو د درملنئ لپاره یو لوی روغتون جوړ کړو.»

د عامي روغتیا چارواکي وايي که په ښار کې د نشه يي توکو پېر او پلور مخه ونیول شي، تمه لري چي په نشو د روږدو کسانو شمېر هم کم شي.
 
هلمند ولایت کې ځیني روږدۍ کسان وايي چې په ایران کې روږدي شوي دي.

شریک یي کړئ