Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېر ته راستنېدو بهیر بیا پیل

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر به د دوشنبې په ورځ پیل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د بېرته راستنېدونکو لپاره د مالي مرستو کموالی او همدارنګه د پاکستان له خوا د هغوی د جبري ایستل،تر ټولو جدي ننګونې بولي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل:«راستنېدل د دوشنبې په ورځ د اپرېل په ۳ مه پيلېږي،کومه ځانګړې ستونزې شتون‎ نه‎لري یوازې د نقدي مرستو څخه پرته،چې تېر کال د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ خپلې مرستې یې له ۲۰۰، ۴۰۰ ډالرو ته زیاتې کړې،خو اوس وايي چې ۴۰۰ سوه ډالره نه شي ورکولای او دغه مرستې کموي»

د افغان کډوال چې دم‎ګړۍ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

دغو ستونزو د افغان کډوالو په ماشومانو هم ناوړه اغېزه کړې ده.

دا ماشومان په دې وروستیو کې په ښوونځي کې شامل شوي دي  خو د کتابونو نشتوالي او د مسلکي ښوونکو نشتوالي سره مخامخ دي.

په پاکستان کې یو ښوونکی وايي:«موږ تراوسه د افغانستان په دولت کې په رسمي توګه پېژندل شوي نه یوو،هغه رتبې چې د افغانستان د پوهنې په وزارت کې دي،زموږ لپاره نه دي،موږ نه پوهېږو چې لامل یې څه دی؟»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ښوونځیو ښوونکي هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په پاکستان کې د لېسې مدیر وویل:«ډېرې د خواشینۍ ځای دی چې د زده کوونکو کتابونه له دوو تر درېیو میاشتو وروسته له منځه ځي دلته ستونزو ته هېڅوک پاملرنه نه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه به د افغان کډوالو د بیا راستنېدو بهیر د ژمني ځنډ وروسته د راتلونکي دوشنبې په ورځ به له سره پیل شي خو دا بهیر له یولړ ستونزو سره هم مخ دی.

د کډوالو چارو وزارت د شمېرو په بنسټ اوس‎مهال یو مېلیون او ۳۰۰ زره کډوال د قانوني اسنادو لرونکي دي او کابو ۴۰۰ زره تنه نور له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.

په تېر زیږدیز کال کې له ۶۰۰ زره  ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شول. خو د پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو ایستلو د دوی په وړاندې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

شریک یي کړئ