د تورخم او چمن لارو تړل کېدو سره د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي چې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه له پاکستانه، افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ هم ځنډول شوې ده.
دا بنسټ له هغو کورنیو سره چې په خپله خوښه افغانستان ته راځي، مالي مرسته هم کوي.
پاکستان کې د کډالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسووله، لین هال ویلي دي چې دا بهیر په موقت ډول ځنډول شوی دی.
نوموړې زیاتوي:«د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ لومړیتوب دا دی چې له کرونا ویروس سره د نړیوالې مبارزې ملاتړ وکړي.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوس مهال پاکستان کې ۱،۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.