Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ګاونډیو سره د مرزي ستونزو پر حل او د اوبو پر وېش د کرزي ټينګار

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د مرزي ستونزو پر حل او د اوبو پر وېش ټینګار کوي .

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د(مرغومې ۴ مه) په هغې غونډه کې چې د «د افغانستان نوين د څېړنو او مطالعاتو مرکز» له خوا په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې د هېواد زیاتې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي او له دغو اوبو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید دننه په هېواد کې کار وشي.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه:«په ښکاره هغه اوبه چې زموږ د ګاونډیو حق دی،باید هغوی ته ورسېږي. طبعاً که‎چېرې موږ ډېرې اوبه ولرو،د اوبو پرېماني وي،ډېر په خوشحالۍ سره حاضر یوو چې هغوی ته اوبه ورکړو؛خو که‎چېرې ولرو.»

ښاغلی کرزی په هېواد کې د اوبو د اسراف په اړه اندېښمن دی:«موږ د ځمکې لاندې اوبو څخه په وحشتناکه توګه استفاده کوو. په هر کور کې ژوره څاه کیندل کېږي.د بېلګې په توګه،یو وخت په چمن ببرک خان کې پرېمانه اوبه وې،خو نن چې ۴۰ تر ۵۰ متره څاه وکینې اوبه نه‎شته.»

که څه هم د هېواد پخواني ولسمشر د اوبو د سرچینو له ککړتیا څخه اندېښنه څرګندوي خو د ولسي جرګې یو شمېر غړی وایي د اوبو د منابعو د ککړتیا اصلی لامل د اوبو سرچینو ته د ښارګوټو د ګکړو اوبو ورتګ دی چې ډېری دغه ښارګوټي د حامد کرزي په وخت کې جوړ شوي دي.

خو د ولسي جرګې ځينو غړو وویل چې د دغې ستونزې په اړه حامد کرزی هم پړ دی.

د ولسي جرګې غړي نصرالله صادقي زاده نیلي په دې اړه وویل:«ښاغلی کرزی باید د خپلې واکمنۍ په پېر کې دغې پېښې ته باید پام کړی وه؛د خپلې واکمنۍ په ۱۲ کلن پېر کې یې باید په دې اړه پلان نیولی وای.»

په دغې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان سره  د افغانستان د مرزي ستونزو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د افغانستان نوين د څېړنو او مطالعاتو د مرکز د شمېرو پربنسټ،دغه هېواد په کال کې د ۷۶ مېلیارده مټره مکعبه اوبو لرونکی دی چې په هېواد کې له ۳۰ سنلې څخه یې استفاده کېږي.

د افغانستان نوين د څېړنو او مطالعاتو د مرکز بنسټ اېښودونکي عبدالله وویل:«موږ ته د ایران دولت یوه روپۍ هم نه‎ راکوي.زموږ هغه اوبه چې د پاکستان په لور بهېږي،یوه روپۍ هم نه‎راکوي.په بدل کې یې هره ورځ،زموږ ۶ زره او ۸ زره کډوال له پاکستان څخه بهر کوي.په ایران کې هغه ظلم چې زموږ د بلوڅو ورورنو په وړاندې جریان لري،په پاکستان کې چې د پښتنو او بلوڅو ورونو په وړاندې جریان لري،د نړۍ به هېڅ ځای کې نه دی.»

د اوبو د وېش پر سر اختلافونه د افغانستان،پاکستان او ایران ترمنځ له کلونو کلونو راهیسې دوام لري.

تراوسه د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو په اړه یو هوکړه‎لیک لاسلیک شوی او افغانستان له خپلو نورو ګاونډیو سره د اوبو په اړه هوکړه‎لیک نه‎لري.

شریک یي کړئ