د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزي په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې د روسیې او امریکا ښې اړیکې د افغانستان او نړۍ په ګټه دي.
په همدې حال کې،هغه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ له دریځ څخه چې له روسیې سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی،ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د امریکا او روسیې ښې اړیکې،د افغانستان او نړۍ د سولې او ټيکاو لپاره مهمې دي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما روسیه یې د دغه هېواد په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه د امریکا د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په ټاکنو کې د ټرامپ په ملاتړ لاسوهنه کړې او له همدې امله یې له خپل هېواد څخه ۳۰ روسي ډیپلماټان بهر کړي دي.