ولسمشرغني د امریکا د متحدوایالتونو د ولسمشر له مرستیال، مایک پنس سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(شنبې د زمري۷مه) راغلي دي چې دواړو غاړو تېر ماښام په بېلابېلو موضوعګانو په ځانګړي ډول د افغانستان له امنیتي سکتور سره د انکشافي ژمنو او څلور کلن پلان، له اداري فساد سره د مبارزې په اصلاحي پلانونو، تروریزم سره په مبارزې او د سیمې په امنیت باندې خبرې کړې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې ده:«د امریکا د متحدوایالتونو د ولسمشر مرستیال د افغانستان حکومت له هڅو خوښي ښودلي او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت تېرو دونیمو کلونو کې د مهمو مسؤولیتونو په پرمخ وړلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هڅې یې د ستایلو دي.»
خبرپاڼه وړانډې کاږي:«هغه څرګنده کړه چې د امریکا د متحدو ایالتونو خلک او دولت د افغانستان له خلکو او دولت څخه ملاتړ کوي چې سولې، ثبات او پراختیا ته ورسېږي او د یو همکار په توګه به ورسره پاتې شي.»
خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو له دوامدارو مرستو په برخه کې دغه هېواد د افغانستان ښه همکار بللی.