Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي پوځ د هېواد په سوېل ختیځ کې د طالبانو اکمالاتي لاره وتړله

د پکتیا ولایت سرحدي ولسوالۍ ډنډې پټان کې د افغان پوځیانو لخوا د طالبانو لویه اکمالاتي لاره وتړل شوه.

 افغان ګومانډوي ځواکونو د الفتح په نوم عملیاتو کې په لړ کې د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ مقبل دره د طالبانو له شتونه پاکه کړه.

په همدې حال کې په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قولې اردو قومندان وايي چې د پکتیا مقابل دره د امنیت د ټینګښت لپاره نوي پوځي اډو او پوستو د جوړېدو کار پیل شوی دی په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي د امنیت غوښتونکي دي.

د کومانډو ځواکونو دویم کنډک قومندان ډګرمن عبدالمتین سلیمانخېل:« دا سیمه د دې لپاره ډېره مهمه ده طالبانو اکمالاتي لاره وه او د دې لارې څخه پاکستان نه افغانستان ته تګ راتګ کوو د دې لارې څخه یو شمېر ولایتونو کې عملیات کول دا د افغان حکومت لپاره ډېره مهمه سیمه وه چې تېره شپه مو عملیات پیل او ترسهاره مو د مقبل دره په مکمله توګه د وسله‎والو طالبانو څخه پاکه کړه.»

د افغان ګومانډو ځواکونو قومندان وايي د طالبانو لویه اکماتي لارې انځرګي کنډو له تړل کېدو سره به د پکتیا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو امنیت به ډاډمن شي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دې اړه وویل:« د مقبلو قوم څخه مې غوښتنه دا ده موږ کولای شو تاسو پاڅوونکو، محلي او ملي پولیسو، ملي اردو کې جذب کړو خپلې پچیان مو دې ته چمتو کړئ ترڅو د خپلې خاورې د دفاع په خاطر چمتوشي او ټول امنیتي ځواکونو ستاسو ترشاه ولاړ دي.»

په ورته وخت کې د پکتیا مقبل درې اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي د سیمې د امنیت د ټینګښت په موخه دې پوستې جوړې شي او پراختیايي کارونه د پیل لپاره د جدي هڅو غوښتنه وکړه.

د مقبل درې اوسېدونکی اکبر شاه په دې اړه وویل:« مخکې په دې سیمه کې طالبان وو ښه وو که بد وو خو تېر شول موږ له امنیتي ځواکونو خوشحاله یوو موږ ته یې کوم تکلیف نه دی رسولی دولت موږ ته سرکونه جوړ کړي.»

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکی سیال الدین په دې اړه وايي:« طالبانو موږ ته ډېر تکلیف راکړی دوی زموږ کورونو او جوماتونو کې ځایونه نیولي وو باید دلته اوس پوستې جوړې شي.»

د یادونې وړ ده امنیتي مسوولین ژمنه کوي چې ۳۰۰ سیمه‎يیز پاڅون کوونکو ترڅنګ پولیس او سرحدي ځواکونه سره به په کډه د مقبل درې امنیت وساتي.

د افغان ګومانډوي ځواکونو قومندان وايي د طالبانو لویه اکماتي لارې انځرګي کنډو له تړل کېدو سره به د پکتیا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو امنیت به ډاډمن شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه