Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م: دوه میلیونه افغانان د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي

ملګري ملتونه وايي چې د وچکالیو له کبله ښايي کابو دوه میلیونه افغانان له خوراکي توکو سخت کمښت سره مخامخ شي.

د باد بنسټ د همغږۍ دفتر ويلي دي چې د افغانستان د خاورې دوه تر درېیو برخو پورې له وچکالۍ سره مخامخ ده او ښايي دا لامل افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي.

دا دفتر زياتوي چې افغانستان په اویا سلنه خاوره کې د اورښتونو کمښت ژمنی کر اغیزمن کړی دی.

د دې سازمان په خبره، ډیری کروندګر د بذري تخمونو د وچیدو شاهد وو او یا یې هم کرکیله ځنډولې ده.

د یاد دفتر د راپور له مخې، د پسرلي په موسوم کې د وچکالیو زیاتیدل د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د زرګونه کسانو د بې ځایه کیدو لامل شوی دی.

دا په داسې ده چې د روانې غبرګولي میاشتې په لومړیو کې ملګري ملتونه په خپل راپور کې روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال له پیله افغانستان کې له سل زرو زیاتو کسانو د بې ځایه کېدو خبر ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي وه چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اوسنۍ میاشتې مې تر ۱۳مې افغانستان کې ۱۰۸ زره کسان د جګړو، طبیعي پېښو په تېره د سېلابونو راوتو له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

راپور کې راغلي چې غزني څخه د افغانستان په کچه تر ټولو زیات ۱۰زره کسان او په دوییم ځای کې له بغلان څخه ۴۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

راپور دغه راز وايي چې فراه کې هم د لنډ مهال لپاره ۱۰ زره کسان د جګړو له وېرې بې ځایه شوي.

تېره ۲۰۱۷ کال کې افغانستان په کور دننه ۴۴۵ زره بې ځایه شوي کډوال درلودل.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د پسرلي په موسوم کې د وچکالیو زیاتیدل د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د زرګونه کسانو د بې ځایه کیدو لامل شوی دی

شریک یي کړئ