د سالنګ او د کابل – کندهار لویې لارې ځينې موټر چلوونکي د دغو لویو لارو له ناوړه وضعیت څخه شکایت لري.
هغوی وايي چې د طبیعي پېښو سربېره، د واټو ویجاړي، هم په دغو لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو او انساني مرګ ژوبلې خطر زیات کړی دی.
د ۵۰۰ کلیومټره په اوږدوالي سره د کابل - کندهار سړک په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې په بهرنیو مرستو جوړ شو.
ویل کېږي پر دغه سرک د سلګونه مېلیونه ډالرو لګښت سربېره اوس مهال د دې سړک ډېری برخې ویجاړې شوې چې په ډېری ځایونو کې مسافر او بار وړونکي موټر نه شي کولای چې تګ راتګ وکړي.
دغه موټر چلوونکي په حکومت نیوکه کوي چې د سړک په جوړولو کې بې غوري کوي.
موټر چلوونکی حاجي بهاودالدین په دې اړه وویل:«موږ تل خپل غږ پورته کړی او ویلي مو دي هغه پېښې چې په دغو لویو لارو کې رامنځته کېږي د واټونو د خرابوالي له امله دي. ځينې برخې یې اوبو وړي او ځينې نورې هم د چاودونو له امله ویجاړې شوې دي.»
موټر چلوونکی حمیدالله هم وايي:«بارانونو د کابل کندهار لویه لاره خرابه کړې. د واټ منځنۍ برخې له منځه تللي دي.»
د سالنګ لاره هم د هېواد له مهمو لارو شمېرل کېږي خو د دې لارې ډېری برخې هم ویجاړې شوې دي.
موټرچلوونکي او مسافر وايي، د حکومت بې غوري د دې لامل شوې چې د دغه سرک ډېری برخې ویجاړې شي.
موټر چلوونکی سرفراز وايي:«د جبل السراج سیمه تر خنجانو پورې په بشپړه توګه ویجاړه شوي ده.»
موټرچلوونکی محمدقسیم زیاتوي:«واټ کرېړ کوي خو یوه میاشت وروسته بېرته خرابېږي.»
دغه راز، د ټولګټو وزارت چارواکي وایي، سږ کال هم دغه وزارت ۲۳۵ کیلومټره سړک د هېواد له بېلابېلو برخو څخه حفظ او مراقبت کوي.
د ټولګټو وزارت د حفظ او مراقبت مرستیال عبدالرحمن صلاحي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه واټونه چې سږکال یې په کاري پروګرام کې لرو، موږ له عادي بودیجې د ۲۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي سړکونه حفظ او مراقبت کوو او د سالنګ په اړه موږ له خپلې عادي بودیجې څخه پرته د ۳۵ کیلومټرو په اوږدوالي په خپل پلان کې لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال هره ورځ زر موټر د کابل کندهار او سالنګ په لاره تګ راتګ کوي.
په لویو لارو یو شمېر موټرچلوونکي وايي، که حکومت د دغو لارو د بیا روغونې لپاره اقدام ونه کړي په نېږدې راتلونکي کې به ونه شي کړای چې دا سړکونه بیا جوړ کړي.