Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میزکوال: کونړ کې ځینې طالب جنګیالي له داعش ډلې سره یوځای شوي

کونړ کې یو شمېر ځايي وسله‎والو طالبانو د سپین بېرغ پر ځای د داعش ډلې تور بېرغونه پورته کړي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، ټول کونړ کې اوسمهال د داعش ډلې شمېر نږدې پینځه زره جنګیالیو ته رسېږي، چې ځینې په کې ځايي طالبان هم ورګډ شوي او تور بیرغونه یې پورته کړي دي.

هم مهاله د کونړ ولایتي شورا غړي وايي، چپه دره، د یوه ګل دره او کوړنګل کې داسې پېښې ډېرې دي چې طالبان له داعش ډلې سره یو ځای شوي او په ځېنو سیمو کې اوس هم یاده ډله هڅه کوي چې طالب جنګیالي خپلو لیکو ته جذب کړي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال څرګنده کړه:«په هغو ځایونو کې چې برهني طالبانو عرب او پاکستاني دي، هغوی تللي، خو هغه طالبان چې د سیمې دي، د اړتیا له امله له داعش ډلې سره یوځای شوي - دا یو واقعیت دی.»

له دې مخکې حکومت ویلي و چې د هېواد په ختیځ کې داعش ډله ځپل شوې او ډېری هغه برخې چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې وې امنیتي ځواکونو نیولې دي.

خو د کونړ والي وايي چې داعش ډله په دغه ولایت کې له ګڼ شمېر سره حضور لري:«په کونړ کې د داعش ډلې جنګیالیو شمېر، کابو ۴ زره او ۶۰۰ تنو ته رسېږي.»

چپه دره، دیوه ګل دره او کوړنګل د کونړ ولایتي شورا غړي  هغه سیمې یادوي چې داعش په کې له طالبانو سره د جګړو سربېره یو شمېر ځايي طالب جنګیالي هم خپلو لیکو ته جذب کړي دي.

د کونړ ولایتي شورا غړی شېر زمین په دې اړه وايي:«په چپه دره، وګل او کنګل سیمو کې ځينې طالبان وو چې سپين بیرغونه یې په تورو بیرغونو بدل کړل او له داعش سره یوځای شول او اوس هم په ځینو ولسوالیو کې داعش هڅه کوي چې له طالبانو سره پټې اړیکوې ولري.» 

د کونړ په غرنیو سیمو کې ځايي استوګن د داعش او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتو سخت اندېښمن کړي . همدا راز په تېره میاشت کې پرلپسې په چپې درې کې د یادو ډلو ترمنځ د نښتو له کبله تر درې زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د کونړ چپې درې اوسېدونکي محمد جمیل وویل:«د داعش او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته، اوس چپه دره د داعش ډلې په لاس کې ده.»

وړاندې تر دې په ننګرهار کې هم داسې راپورونه ترلاسه شوي وو چې یو شمېر پخواني طالب جنګیالیو د داعش لیکو ته مخه کړې او دغو ډلو یو بل سره په بېلابېلو ولسوالیو کې درنې نښتې هم وکړې.

په کونړ کې د داعش د فعالیتونو له چټکتیا سره وسله‎والو طالبانو له یادې ډلې سره ښختې نښتې کړي؛ خو داسې پېښې هم شته چې یو شمېر طالب وسله‎والو د سپین پر ځای تور بېرغونه پورته کړي دي.

شریک یي کړئ