په غزني کې ناامني او د مالي امکاناتو نشتوالی، د خصوصي رسنیو په وړاندې سترې ننګونې دي. لکه څرنګه چې په دغه ولایت کې، رسنۍ نهشي کولای د لګښت نشتوالي له امله، خپلې ډېری پروګرامونه عملي کړي او همدارنګه خبریالان هم اړ دي چې د کمې تنخواه په بدل کې کار وکړي.
په دې لړ کې، په غزني کې امنیتي ستونزو، ځينې ښځيه خبریالانې دې ته اړ کړې دي چې خپل پېژاند له ډېریو پټ وساتي.
سونیا نګاه په غزني ولایت کې د یوې خصوصي راډیو ویانده ده او هره ورځ خپل غږ د غزني ولایت اوسېدونکو ته رسوي ترڅو د هغوی په ژوند هم اغېز وکړ. په داسې حالاتو کې چې اړه ده خپل هویت پټ وساتي.
اغلې نګاه زیاته کړه:«په رسنۍ کې د ښځو کار کول، زموږ د کورنیو لپاره یو ننګ شمېرل کېږي؛ خو نن تر یوه بریده دا ستونزه حل شوې ده. لامل یې د خلکو د پوهاوي د کچې لوړېدل دي چې واقعاً د پوهاوي کچه یې ټیټه ده او په رسنۍ کې د ښځو کارکول، یو عیب بولي.»
له دې سره سونیا د اقتصاد پوهنتون محصله ده خو وايي، چې له ۱۴ کلنۍ څخه يي په رسنیو کې کار پيل کړی او له څلورو کلونو راهیسې بیا په دې برخه کې کار کوي.
د راډیو نطاقه سوینا نګاه زیاتوي:«موږ نه شو کولای ټلوېزیوني خپرونې په مخ یوسو!لکه څرګنده چې تاسې هم شاهد یاست، په دې برخه کې ستونزې زیاتې دي، خو کهچېرې په راتلونکو کې داسې زمینه برابره شي، حتماً دې په دې اړه اقدام وکړي.»
په ټلویزیون کې د سونیا همکاران ډېرې ستونزې لري په ځانګړي توګه له ښار څخه بېرون له کومو پېښو چې خبر ورکوي.
خبریال ګلاب الدین امیري په دې اړه وايي:«ځينې وختونه کله چې له دولتي چارواکو سره له ښار څخه بهر ته ځو او زموږ موټر پنچر شوی او یا هم په یو ډول له کاروان څخه لیرې پاتې شوي یوو، چا موږ ته پام نه دی کړی او کاروان تللی دی او موږ هملته د واټ تهڅېرمه پاتې یوو او حتا کلابند شوي یوو.»
خو په غزني ولایت کې د خصوصي رسنیو پر وړاندې مالې ستونزې د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي.
له همدې امله دغه رسنۍ چې شمېر يې شاوخوا لسو ته رسېږي خپلو کارکوونکو ته د میاشتې ډېره کمه تنخوا ورکوي.
د یوې خصوصي رسنۍ مالک عارف روان په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې تاسې په دولت کې کار کوئ، یو کلن یا شپږ میاشتنۍ کاري تړون لرئ او معیاري تنخواه هم ترلاسه کوي؛ خو له بده مرغه دلته، په رسنیو کې، کاري تړون نشته او د کم معاش سربېره، له رسنیو سره هم مالي مرستې نه کېږي.»
د دې ترڅنګ چې په غزني کې خصوصي رسنۍ سوداګریزې خبرتیاوې هم خپروي خو د دغو خبرتیاو څخه ډېرې کمې پیسې ترلاسه کوي چې ځينې وختونه د دغو خبرتیاوو د یوې دقیقې بیه تر پنځو افغانیو راټيټېږي.
په همدې اړه په غزني کې د شپږو میاشتو راهیسې رسنۍ تر فشارونو لاندې دي چې دولت ته د مالیې ورکولو سربېره طالبانو ته هم مالیه ورکوي.
په دې اړه مو اندونه